لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۹ - ۱۰:۹
لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

۱۹ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۷ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غړو د لغمان دکرنې رييس مولوی محمد ولي محسن په مشرۍ د لغمان د ولایت مقام په میلمستون کې غونډه دائره کړه.
د غونډې په پيل کې د لغمان دکرنې رييس او د کمېټې مشر مولوي محمدولي محسن لارښوونکې وینا ویلو ترڅنګ د تېرې غونډی دپریکړو دتطبیق ارزونه وکړه.
په دې غونډه کې کې تخنیکي پلاوی له خوا د یوشمېر هغو کسانو دوسیې او عرضې و څېړل شول، چې یادې کمېټې ته عارض شوي ول او ترڅنګ یې د یادې کمېټې له خوا غوښتل شویو کسانو سره د دوی د موضوع په هکله خبرې اترې وشوې.
په دې غونډه کې دغه راز د اړوندو چارواکو له خوا د ولایت په کچه د هغو امارتي ځمکو په هکله معلومات وړاندې شو کوم،چې د لغمان دکرنې ریاست پورې اړوند دي او په تېره اداره کې یوشمېر کسانو ته په ډېره ټیټه بیه په اجاره ورکړل شوي دي. د غونډې په ترڅ کې دغه راز تخنیکي پلاوي دکرنې ریاست اړوندو اسنادو او سوابقو ته په کتنه هغه ۲۱۶جریبه امارتي ځمکه چه دحسین اباد په سیمه کې موجوده وه اودتخنیکي پلاوي له خوا استرداد او دکرنې ریاست ته تسلیم شوې وه پرېکړه وشوه، چې دامیرالمومنین حفظه الله د(۲۱۶۶)۲۲/۴/۱۴۴۵حکم سره سم د ځمکې نوعیت او کیفیت ته په کتو في جریب تر ۴۵۰۰ افغانیو پورې په اجاره ورکړل شي. 
دغه راز  دګزبیلي په سیمه کې ۶۶رجریبه امارتي ځمکه چې د یوشمېر کسانو په تصرف کې وه او د کرنې وزارت له خوا ورسره کوم منظور شوې قرارداد شتون نه درلود، پرېکړه وشوه، چې یاده ځمکه دې ازاده داوطلبۍ ته وړاندې او په اجاره ورکړل شي.
ددې غونډې په ترڅ کې پر یوشمېر نورو اړینو موضوعاتو د خبرو اترو ترڅنګ یولړ اساسي او بنسټیزې پرېکړې وشوې او ترڅنګ یې د چارو د لا ښه پرمختګ په پآر د غونډې د ګډونوالو نظرونه او وړاندیزونه هم واخیستل شو.

خبرهای تازه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۴:۳
Background image

پایان روند توزیع کمک‌ها برای ۱۲۰۰ خانواده عودت‌کننده در ننگرهار

۹ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ رمضان‌المبارک ۱۴۴۷ هـ.ق
روند توزیع کمک‌ها برای خانواده‌های عودت‌کننده از مهاجرت در ولایت ننگرهار که مدتی پیش آغاز شده بود، با موفقیت به پایان رسید. این روند تحت نظارت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۲:۳۷
Background image

توزیع تخم سبزیجات برای ۲۰۰ زن در ولسوالی کشم

۹ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری بدخشان اعلام کرد که برای ۲۰۰ تن از خانم‌ها در ۲۰ قریه ولسوالی کشم تخمیانه سبزیجات توزیع گردیده است. این برنامه در چارچوب تقویت معیشت بدیل و. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۹:۳۴
Background image

نظارت از تطبیق برنامه پول در بدل کار در ولسوالی ینگی‌قلعه

۹ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری تخار از روند تطبیق برنامه «پول در بدل کار» در ولسوالی ینگی‌قلعه نظارت به‌عمل آورد. این برنامه در پنج ساحه مختلف با همکاری دفتر کنسرن. . .

بازگشت به خبرها