د ننګرهار کانال شرکت د مالدارۍ فارم عصري کولو په پار هڅې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۸ - ۱۴:۸
د ننګرهار کانال شرکت د مالدارۍ فارم عصري کولو په پار هڅې

۱۸ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۶ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د ننګرهار دکانال شرکت چارواکي وايي، چې ددې رياست اړوند د مالدارۍ فارم عصري کولو په پار هلې ځلې روانې دي او دوی ددې فارم څارویو ته جدي پاملرنه او شته ستونزې یې هواروي.
د ننګرهار کانال شرکت د مالدارۍ فارم آةر انجنیر سید فصیح الله هاشمي وویل، چې ددې فارم د څارویو د پېژندنې په پار د کانال شرکت د مالدارۍ فارم په شته څارويو ځانګړې شمېرې ولګول شوې، چې ورسره دڅارویو ثبت، ريکارډ ، نسب شجره، دشېدو توليدکچه، ارثي خواص او اقتصادي ارزښت په دايمي ډول معلومولې شو.
نوموړی وايي دغه ځانګړې شمېرې د فارمدارۍ په اصولو کې ځای لري، چې له امله يې د حېواناتو داقتصادي وضعيت، نسب ، ارثي او نورو جينټيکي خواص په اسانۍ سره معلومېدای شي.
ښاغلی هاشمي وايي د کانال شرکت د مالدارۍ فارم د مسلکي ډاکټرانو په ذريعه يې دغه شمېرې ولګولې، چې په تېر کې پدې فارم کې دغه طريقه نه وه کارول شوې.
 اوسمهال په دغه فارم کې بېلابېل فعالیتونه روان دي، چې په کې څارویو ته، منظمه خوراک تهیه او نورې اړينې چارې شامل دي.

خبرهای تازه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۴:۳
Background image

پایان روند توزیع کمک‌ها برای ۱۲۰۰ خانواده عودت‌کننده در ننگرهار

۹ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ رمضان‌المبارک ۱۴۴۷ هـ.ق
روند توزیع کمک‌ها برای خانواده‌های عودت‌کننده از مهاجرت در ولایت ننگرهار که مدتی پیش آغاز شده بود، با موفقیت به پایان رسید. این روند تحت نظارت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۲:۳۷
Background image

توزیع تخم سبزیجات برای ۲۰۰ زن در ولسوالی کشم

۹ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری بدخشان اعلام کرد که برای ۲۰۰ تن از خانم‌ها در ۲۰ قریه ولسوالی کشم تخمیانه سبزیجات توزیع گردیده است. این برنامه در چارچوب تقویت معیشت بدیل و. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۹:۳۴
Background image

نظارت از تطبیق برنامه پول در بدل کار در ولسوالی ینگی‌قلعه

۹ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری تخار از روند تطبیق برنامه «پول در بدل کار» در ولسوالی ینگی‌قلعه نظارت به‌عمل آورد. این برنامه در پنج ساحه مختلف با همکاری دفتر کنسرن. . .

بازگشت به خبرها