هلمند  کې د غنمو اصلاح شویو تخمونو له کروندو څخه لیدنه او ارزونه وشوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۸ - ۱۴:۱
هلمند  کې د غنمو اصلاح شویو تخمونو له کروندو څخه لیدنه او ارزونه وشوه

۱۸ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۶ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند، دسوېل لویدیځ زون د اصلاح شویو تخمونو د تصدیق ورکولو آمریت مسلکي کارکوونکو د اصلاح شویو تخمونو له هغو کروندو څخه لیدنه او ارزونه وکړه چې د مورني، هستوي او بنیادي تخمونو د تولید په موخه کرل شوي دي. 
د یادې لیدنې او او ارزونې په ترڅ کې د ښو او موثرو تخمونو لاسته راوړلو په موخه اړونده کرونده ګرو ته لازمې لارښؤنې او مشورې ورکړل شوې.
دغه لیدنې او ارزونې د کرنې له پیل څخه بیا د حاصلاتو تر اخیستلو پورې دوام لري تر څو د سوېل لویدیځ زون په کچه له ناروغیو پاک او باکیفیته تخمونه تولید او له تصدیق ورکولو وروسته به بزګرو ته په واک کې ورکړل شي.
د یادونې وړ ده چې سږکال د هلمند ولایت کرنې ریاست  دزون په کچه دو څېړنیزو فارمونو، د خصوصي سکټور د اصلاح شویو تخمونو تصدیو، لسو خصوصي شرکتونو او قراردادي بزګرانو ته د غنمو بېلابېل صنفونه (هستوي مورني او بنیادي تخمونه) چې ټوله اندازه یې  ۲۰۸۴۳۸ کیلوګرامه کېږي د کرنې په موخه په واک کې ورکړي دي چې یاد تخمونه په  ۸۳۴۱  جریبه ځمکه باندی کرل شوي دي.

خبرهای تازه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۴:۳
Background image

پایان روند توزیع کمک‌ها برای ۱۲۰۰ خانواده عودت‌کننده در ننگرهار

۹ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ رمضان‌المبارک ۱۴۴۷ هـ.ق
روند توزیع کمک‌ها برای خانواده‌های عودت‌کننده از مهاجرت در ولایت ننگرهار که مدتی پیش آغاز شده بود، با موفقیت به پایان رسید. این روند تحت نظارت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۲:۳۷
Background image

توزیع تخم سبزیجات برای ۲۰۰ زن در ولسوالی کشم

۹ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری بدخشان اعلام کرد که برای ۲۰۰ تن از خانم‌ها در ۲۰ قریه ولسوالی کشم تخمیانه سبزیجات توزیع گردیده است. این برنامه در چارچوب تقویت معیشت بدیل و. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۹:۳۴
Background image

نظارت از تطبیق برنامه پول در بدل کار در ولسوالی ینگی‌قلعه

۹ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری تخار از روند تطبیق برنامه «پول در بدل کار» در ولسوالی ینگی‌قلعه نظارت به‌عمل آورد. این برنامه در پنج ساحه مختلف با همکاری دفتر کنسرن. . .

بازگشت به خبرها