میکانیزه کرکېلي دودولو په پار هڅې: هلمند کې پر۶۶۰ بزګرانو کرنیز ماشینونه ووېشل شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۶ - ۱۴:۳۸
میکانیزه کرکېلي دودولو په پار هڅې: هلمند کې پر۶۶۰ بزګرانو کرنیز ماشینونه ووېشل شول

۱۶ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هلو ځلو، د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې په مالي او له افغان کډوالو سره د مرستې لپاره د ډنمارک کمیټې په تخنیکي همکارۍ د ددې ولایت د مرکز لښکرګاه په ګډون د ناوې، مارجې  او نهرسراج په ولسوالیو کې ۶۶۰ تنو بزګرانو سره د کرنیزې ماشینرۍ او نورو اړینو توکو مرسته وکړه.
د یادو کرنیزو توکو د وېش په پیل غونډه کې د هلمند د ولایت مقام، کرنې ریاست د اړونده ولسوالۍ کرنې مدیریت او اړونده مؤسسې استازو شتون درلود.
په نوموړیو مرستو کې بزګرانو ته د جوارو د کتاري کرنې ماشینونه او نور ملحقات ورکړل شوي دي.
ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د عصري او میکانیزه کرنې دودول او له کمې ځمکي څخه ډېر حاصل ترلاسه کول دي ترڅو کورنۍ پرځان بسېا او د خوړو خوندیتوب رامنځته شي.

خبرهای تازه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۴:۳
Background image

پایان روند توزیع کمک‌ها برای ۱۲۰۰ خانواده عودت‌کننده در ننگرهار

۹ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ رمضان‌المبارک ۱۴۴۷ هـ.ق
روند توزیع کمک‌ها برای خانواده‌های عودت‌کننده از مهاجرت در ولایت ننگرهار که مدتی پیش آغاز شده بود، با موفقیت به پایان رسید. این روند تحت نظارت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۲:۳۷
Background image

توزیع تخم سبزیجات برای ۲۰۰ زن در ولسوالی کشم

۹ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری بدخشان اعلام کرد که برای ۲۰۰ تن از خانم‌ها در ۲۰ قریه ولسوالی کشم تخمیانه سبزیجات توزیع گردیده است. این برنامه در چارچوب تقویت معیشت بدیل و. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۹:۳۴
Background image

نظارت از تطبیق برنامه پول در بدل کار در ولسوالی ینگی‌قلعه

۹ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری تخار از روند تطبیق برنامه «پول در بدل کار» در ولسوالی ینگی‌قلعه نظارت به‌عمل آورد. این برنامه در پنج ساحه مختلف با همکاری دفتر کنسرن. . .

بازگشت به خبرها