د هلمند مرکز لښکرګاه کې د لبنیاتو له پلورنځیو څارنه او ارزونه وشوه 

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۴ - ۱۲:۳۰
د هلمند مرکز لښکرګاه کې د لبنیاتو له پلورنځیو څارنه او ارزونه وشوه 

۱۴ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۲ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت کارکوونکو له خوا، ددې ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د لبنیاتو له ګڼو پلورنځیو څارنه او ارزونه ترسره شوه  
دیادې څارنې په ترڅ کې د لبني توکو د پېر- پلور د کار میکانیزم پلورونکو ته تشریح شو او دغه راز دوی ته سپارښتنې وشوې چې خپلې چارې د ځانګړې طرزالعمل له مخې مخته وړي تر څو د هلمندوالو د ښې روغتیا په برخه کې لازم خدمات وړاندې شي.
نوموړي پلاوي یادو پلورونکو ته وویل، چې د خپلو هټیو پاکوالي، د حشراتو مخنیوی په موخه د ځانګړو جالیو کارولو، حفظ الصحې رعایتول او د لبني موادو کیفیت ساتلو په موخه د یخچال کارونې په برخه کې به ځانګړې پاملرنه کوي.
د یادولو وړ ده، چې د څارنې او ارزونې دغه لړۍ به په دوامداره توګه د ټاکلي پلاوي لخوا څخه ادامه ولري ترڅو هلمندوالو ته باکیفیته لبني توکي وړاندې شي.

خبرهای تازه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۴:۳
Background image

پایان روند توزیع کمک‌ها برای ۱۲۰۰ خانواده عودت‌کننده در ننگرهار

۹ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ رمضان‌المبارک ۱۴۴۷ هـ.ق
روند توزیع کمک‌ها برای خانواده‌های عودت‌کننده از مهاجرت در ولایت ننگرهار که مدتی پیش آغاز شده بود، با موفقیت به پایان رسید. این روند تحت نظارت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۲:۳۷
Background image

توزیع تخم سبزیجات برای ۲۰۰ زن در ولسوالی کشم

۹ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری بدخشان اعلام کرد که برای ۲۰۰ تن از خانم‌ها در ۲۰ قریه ولسوالی کشم تخمیانه سبزیجات توزیع گردیده است. این برنامه در چارچوب تقویت معیشت بدیل و. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۹:۳۴
Background image

نظارت از تطبیق برنامه پول در بدل کار در ولسوالی ینگی‌قلعه

۹ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری تخار از روند تطبیق برنامه «پول در بدل کار» در ولسوالی ینگی‌قلعه نظارت به‌عمل آورد. این برنامه در پنج ساحه مختلف با همکاری دفتر کنسرن. . .

بازگشت به خبرها