عصري بڼوالۍ دودولو په پار هڅې؛ کوز کنړ کې زرګونه نیالګیو لپاره د څاڅکو اوبوخور سیسټم فعال شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۳ - ۹:۴۵
عصري بڼوالۍ دودولو په پار هڅې؛ کوز کونړ کې زرګونه نیالګیو لپاره د څاڅکو اوبوخور سیسټم فعال شو

۱۳ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۱ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د خوړو نړیوال پروګرام په مالي لګښت او د افغانستان راتلونکي نسلونو مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ۵۰ زره بوټو لپاره د څاڅکو اوبخور سیستم ولګول شو.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل د افغانستان راتلونکي نسلونو مؤسسې په کوزکونړ کې د ۵۰ زره بېرو نیالګیو لپاره د څاڅکو اوبوخور سیستم سربېره د ۳۲۳ کاریګرو په مرسته ۲۵۰ زره متره تراسونو پاک کارې کړي او ۴۸۰ نوي تراسونه کېندل شوي.
نوموړي زیاته کړه ددې تراسونو ترڅنګ نږدې ۱۳ زره میوه لرونکو او زینتي ونې د چاپیریال د ښکلا او سمسورتیا په موخه کرل شوي دي.
ښاغلي محمد وویل د یادې پروژي د تطبیق موخه د بېوزلۍ د کچې ټیټول، خلکو ته کاري زمېني برابرول، کرنیزو محصولاتو لوړول، د سیمي ښکلا او د شاتو مچیو روزنې ته په کور دننه پراختیا ورکول دي

خبرهای تازه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۴:۳
Background image

پایان روند توزیع کمک‌ها برای ۱۲۰۰ خانواده عودت‌کننده در ننگرهار

۹ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ رمضان‌المبارک ۱۴۴۷ هـ.ق
روند توزیع کمک‌ها برای خانواده‌های عودت‌کننده از مهاجرت در ولایت ننگرهار که مدتی پیش آغاز شده بود، با موفقیت به پایان رسید. این روند تحت نظارت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۲:۳۷
Background image

توزیع تخم سبزیجات برای ۲۰۰ زن در ولسوالی کشم

۹ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری بدخشان اعلام کرد که برای ۲۰۰ تن از خانم‌ها در ۲۰ قریه ولسوالی کشم تخمیانه سبزیجات توزیع گردیده است. این برنامه در چارچوب تقویت معیشت بدیل و. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۹:۳۴
Background image

نظارت از تطبیق برنامه پول در بدل کار در ولسوالی ینگی‌قلعه

۹ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری تخار از روند تطبیق برنامه «پول در بدل کار» در ولسوالی ینگی‌قلعه نظارت به‌عمل آورد. این برنامه در پنج ساحه مختلف با همکاری دفتر کنسرن. . .

بازگشت به خبرها