دکرنې وزارت: کورنیو چارو وزارت ته د ۳۶۷۵ متر مربع ځمکې د لېږد تړون لاسلیک شو

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۲ - ۱۵:۳۴
دکرنې وزارت: کورنیو چارو وزارت ته د ۳۶۷۵ متر مربع ځمکې د لېږد تړون لاسلیک شو

۱۲ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۰ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو لوی ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ۶۳ ګنې فرمان له مخې د ځمکو چارو عمومي ریاست لخوا د کورنیو چارو وزارت ته د ۳۶۷۵ متر مربع ځمکې د لېږد تړون لاسلیک شو. 
په دې ناسته کې چې د ځمکو لوی رياست په مقام کې جوړه شوې وه د ځمکو ادارې لوی رییس مولوي محمود مظلوم، د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید محمد سعید او د کورنیو چارو وزارت د املاکو عمومي مدير سمونوال مولوي ذاکر الله ذاکر ګډون کړی وو.
د یادې ځمکې لېږد د کندهار ولایت د امنیه قومندانۍ د ۱۲۱ ګڼې د ۱/۲/۱۴۴۵ نیټې په وړاندیز او د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د ۳۲۳ ګنې د ۴/۶/۱۴۴۵ نیټې د حکم پر بنسټ شوی دی.
د کرنې وزارت د ځمکو لوی ریاست لخوا د کورنیو چارو وزارت ته د کندهار ولایت په اوومه ناحیه کې د اور وژنې د مرکز د جوړولو په موخه د ۳۶۵۷ متر مربع ځمکې د انتقال د پروتوکول تړون د اراضۍ ادارې لوی رییس مولوي محمود مظلوم، د کورنيو چارو وزارت د املاکو عمومي مدير سمونوال مولوي ذاکر الله ذاکر او د اراضۍ ادارې د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سيد محمد سعيد تر منځ لاسليک شو.

خبرهای تازه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۴:۳
Background image

پایان روند توزیع کمک‌ها برای ۱۲۰۰ خانواده عودت‌کننده در ننگرهار

۹ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ رمضان‌المبارک ۱۴۴۷ هـ.ق
روند توزیع کمک‌ها برای خانواده‌های عودت‌کننده از مهاجرت در ولایت ننگرهار که مدتی پیش آغاز شده بود، با موفقیت به پایان رسید. این روند تحت نظارت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۲:۳۷
Background image

توزیع تخم سبزیجات برای ۲۰۰ زن در ولسوالی کشم

۹ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری بدخشان اعلام کرد که برای ۲۰۰ تن از خانم‌ها در ۲۰ قریه ولسوالی کشم تخمیانه سبزیجات توزیع گردیده است. این برنامه در چارچوب تقویت معیشت بدیل و. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۹:۳۴
Background image

نظارت از تطبیق برنامه پول در بدل کار در ولسوالی ینگی‌قلعه

۹ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری تخار از روند تطبیق برنامه «پول در بدل کار» در ولسوالی ینگی‌قلعه نظارت به‌عمل آورد. این برنامه در پنج ساحه مختلف با همکاری دفتر کنسرن. . .

بازگشت به خبرها