د هلمند دکرنې رییس: چارې مو په صداقت او ایماندارۍ مخته یوسئ

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۲ - ۱۰:۵۷
د هلمند دکرنې رییس: چارې مو په صداقت او ایماندارۍ مخته یوسئ

۱۲ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۰ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي نیاز محمد وهاج ددې ادارې له آمرینو او کارکوونکو سره د همغږۍ غونډه دائره کړه.
 د غونډې په ترڅ کې د هلمند کرنې رییس الحاج مولوی نیاز محمد وهاج وویل، چې دنده امتیاز نه بلکه یو ستر مسوولیت دی: «ددې لپاره چې مشران او آمرین پر ما باو کړی دی، چې ددې جنګ ځپلې ولس ته چوپړتیاوې وړاندې کړم، نو په همدې موخه باید خپلې چارې په پوره ایماندارۍ تر سره کړو، ترڅو دغه ستر مسوولیت په سمه توګه ادا شي.»
ښاغلی وهاج وویل، چې د ادارې ټولو آمرینو، مدیرانو او مامورینو ترمنځ باید پوره همغږي شتون ولري هغه ددې ادارې کارکوونکو ته په خطاب کې وویل، چې په خپلو چارو کې صداقت او رښتنولی ته پام وکړي او د اصولو، قوانینو او مشرانو د اوامرو اطاعت دې وکړي. 
هغه همدارنګه زیاته کړه : «موږ په خپله اداره کې د ټولو کدرونو په خپل ځای احترام کوو خو له دوی څخه د ښو او صادقانه خدماتو د وړاندې کولو غوښتنه کوو.»
د هلمند دکرنې رییس اړونده مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې ورځنی چارې او اجرائت به مو د اسلام مقدس دین او د اسلامي امارت د ټولو قوانینو،  مقرراتو او لوایحو سره سمې مخې ته یوسئ.
د هلمند دکرنې رییس اړونده مسؤلینو ته همدارنګه سپارښتنه وکړه، چې خپلې نیکې سلاء مشورې ورسره شریکې کړي، د ادارې دروازه د ټولو کارکوونکو ترڅنګ د عامو ولسونو پر مخ همېشه خلاصه ده ترڅو مؤثر خدمات ولسونو ته وړاندې شي.
وروستیو کې د هلمند د کرنې ریاست آمرینو، مدیرانو او مامورینو په وار سره خپلې ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه کرنې رییس سره شریک کړل، چې د حل په برخه کې ورته د اصولي کړنو ډاډ ورکړل شو.

خبرهای تازه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۴:۳
Background image

پایان روند توزیع کمک‌ها برای ۱۲۰۰ خانواده عودت‌کننده در ننگرهار

۹ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ رمضان‌المبارک ۱۴۴۷ هـ.ق
روند توزیع کمک‌ها برای خانواده‌های عودت‌کننده از مهاجرت در ولایت ننگرهار که مدتی پیش آغاز شده بود، با موفقیت به پایان رسید. این روند تحت نظارت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۲:۳۷
Background image

توزیع تخم سبزیجات برای ۲۰۰ زن در ولسوالی کشم

۹ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری بدخشان اعلام کرد که برای ۲۰۰ تن از خانم‌ها در ۲۰ قریه ولسوالی کشم تخمیانه سبزیجات توزیع گردیده است. این برنامه در چارچوب تقویت معیشت بدیل و. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۹:۳۴
Background image

نظارت از تطبیق برنامه پول در بدل کار در ولسوالی ینگی‌قلعه

۹ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری تخار از روند تطبیق برنامه «پول در بدل کار» در ولسوالی ینگی‌قلعه نظارت به‌عمل آورد. این برنامه در پنج ساحه مختلف با همکاری دفتر کنسرن. . .

بازگشت به خبرها