ننګرهار کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي کړنې 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۹ - ۱۰:۵۵
ننګرهار کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي کړنې 

۹ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۷ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د اماراتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د  غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوي غړي په دې ولایت کې د ځمکې غصب مخنیوی او بېرته راګرځولو په پار هلې ځلې کړندي کړي دي.
ددغو هلو ځلو په دوام د ننګرهار ولایت د امارتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي ټیم د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ لنډۍ کلي، ۲۹،  ۳۰ او ۳۱ ویالې سیمې له نږدې وکتلي؛ چې پدې لیدنه کې د ننګرهار ولایت دغصب مخنیوی تخنیکي پلاوي رییس مولوي عبدالستار محمد سربېره، دسرحداتو رییس، حج اوقافو رییس، جلال اباد ښاروالۍ مرستیال، استخباراتو مرستیال، قضایایې امارت امر او کدستر انجینرانو حضور درلود.
 د ننګرهار د کرنې ادارې او تخنیکي پلاوی رییس مولوي  عبدالستار محمد په مشرۍ دغصب مخنیوی تخنیکي پلاوي مومندرې لنډۍ کلي، ۲۹، ۳۰، ۳۱ ویالو او د غصب اړوند ګڼو نورو مهمو موضوعاتو باندې لنډ بحث او رڼا واچول شوه.
دغه راز د غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي د تخنیکي او مسلکي کسانو په مرسته دیادو سیمو کروکي، سکیج، حدفاصل او جریبي مساحت معلوم کړ. 
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل د یادو سیمو راپور به د غصب د مخنیوي مرکزي کمیسیون سره د وروستي اجرااتو په موخه شریک کړي. دغه راز دسیمې خلکو ته سپارښتني وشوې ترڅو پدې سیمه کې خپلسرې کړنې ترسره نکړي. 
 د ننګرهار ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.

خبرهای تازه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۴:۳
Background image

پایان روند توزیع کمک‌ها برای ۱۲۰۰ خانواده عودت‌کننده در ننگرهار

۹ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ رمضان‌المبارک ۱۴۴۷ هـ.ق
روند توزیع کمک‌ها برای خانواده‌های عودت‌کننده از مهاجرت در ولایت ننگرهار که مدتی پیش آغاز شده بود، با موفقیت به پایان رسید. این روند تحت نظارت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۲:۳۷
Background image

توزیع تخم سبزیجات برای ۲۰۰ زن در ولسوالی کشم

۹ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری بدخشان اعلام کرد که برای ۲۰۰ تن از خانم‌ها در ۲۰ قریه ولسوالی کشم تخمیانه سبزیجات توزیع گردیده است. این برنامه در چارچوب تقویت معیشت بدیل و. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۹:۳۴
Background image

نظارت از تطبیق برنامه پول در بدل کار در ولسوالی ینگی‌قلعه

۹ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری تخار از روند تطبیق برنامه «پول در بدل کار» در ولسوالی ینگی‌قلعه نظارت به‌عمل آورد. این برنامه در پنج ساحه مختلف با همکاری دفتر کنسرن. . .

بازگشت به خبرها