هلمند کې لسګونه بزګران روزل کېږي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۵ - ۹:۳۰
هلمند کې لسګونه بزګران روزل کېږي

د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست دکرنیزو چارو آمریت اړوند، د بوټو ساتنې او قرنطین مدیریت کارکوونکو لخوا د هلمند په مرکز لښکرګاه کې ګڼو  بزګرو ته د غنمو له تخمونو سره د زیان رسونکو ژوندیو حشرو د له منځه وړلو په موخه د (ویتاواکس يا تیرام) په نوم د نباتي درملو د کډولو او کارولو په هکله په عملي او نظري توګه عامه پوهاوی ورکول کېږي
ددې ترڅنګ ددغو روزنیزو پروګرامونو په ترڅ  کې  دغنمو د توره کي يا سياقاق په نوم نباتي ناروغۍ چې د غنمو، اوربشو اوجوارو د وږو او پاڼو د ایستلو په وخت کې را منځته کېږي او شنو کروندو ته زیان رسوي، چې له امله یې حاصلات کموي او يا هم کروندې له منځه وړي، همدارنګه د یوریا سرې څخه د جوړې شوې سپرې او لایلم سفر په نوم د حشراتو له منځه وړلو ترکیبي درملو د  جوړولو او کارولو  لارې چارې هم بزګرانو ته ښودل کېږي.
ددغو روزنیزو پروګرامونو موخه د بزګرانو وړتیاوې لوړول، د کرنیزو محصولاتو د ناروغیو مخنیوی او د حاصلاتو زیاتوالي له لارې د بزګرانو اقتصادي ودې ته زمینه برابرول دي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۷
Background image

سفر هیئت وزارت زراعت به منظور افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در کندز

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
به هدف افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در سطح زون‌ها، هیئت بلندپایه ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت کندز سفر کرد و در همین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۱
Background image

سفر هیئت وزارت زراعت به منظور افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در کندز

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
به هدف افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در سطح زون‌ها، هیئت بلندپایه ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت کندز سفر کرد و در همین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۰
Background image

توزیع مواد غذایی برای دهاقین متضرر از خشکسالی در سمنگان

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت سمنگان با همکاری مالی دفتر شبکه انکشاف باختر برای شماری از دهاقین و افراد بی‌بضاعت متضرر از خشکسالی در مرکز ایبک و ولسوالی حضرت. . .

بازگشت به خبرها