د ننګرهار کانال شرکت کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۹ - ۱۰:۱۷
د ننګرهار کانال شرکت کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

٢۹ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۷ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وایي، چې ددې شرکت اړوند بېلابېلو فارمونو او بڼونو کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې ده. 
په همدې موخه، د ننګرهارپوهنتون د ساینس پوهنځی د درېیم او څلورم ټولګيو ۴۰ تنو محصلينو د خپلو استادانو په ملتیا د ننګرهارکانال شرکت د زیتون پروسس له فابرېکې څخه له نږدې ليدنه وکړه.
راغلو ټولو زده کړیالانو زیتونو فابرېکې د پروسس له بېلابېلو برخو او ماشینریو څخه لېدنه وکړه، چې د لیدنې په ترڅ کې  د یادې فابرېکې امریت او د کانال شرکت مطبوعاتو له لوري ورته معلومات وړاندې شول.
 یادو زده کړیالانو وویل، چې داسې علمي سفرونه د تيوري درسونو تر څنګ دوی ته لازيات ګټور تمامېږي. 
باید وویل شي، چې دا لومړی ځل نه دی چې د ننګرهارکانال شرکت د بېلابېلو برخو څخه ننګرهارپوهنتون محصلین له نږدې علمي او عملي لېدنه کوي، ورسره خوا کې د لغمان پوهنتون او په ننګرهار کې یو شمېر خصوصي پوهنتونو او حتی یو شمېر لېسو زده کوونکو هم ددې شرکت له بېلابېلو برخو څخه لیدنه کوي.

خبرهای تازه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۴:۳
Background image

پایان روند توزیع کمک‌ها برای ۱۲۰۰ خانواده عودت‌کننده در ننگرهار

۹ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ رمضان‌المبارک ۱۴۴۷ هـ.ق
روند توزیع کمک‌ها برای خانواده‌های عودت‌کننده از مهاجرت در ولایت ننگرهار که مدتی پیش آغاز شده بود، با موفقیت به پایان رسید. این روند تحت نظارت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۲:۳۷
Background image

توزیع تخم سبزیجات برای ۲۰۰ زن در ولسوالی کشم

۹ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری بدخشان اعلام کرد که برای ۲۰۰ تن از خانم‌ها در ۲۰ قریه ولسوالی کشم تخمیانه سبزیجات توزیع گردیده است. این برنامه در چارچوب تقویت معیشت بدیل و. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۹:۳۴
Background image

نظارت از تطبیق برنامه پول در بدل کار در ولسوالی ینگی‌قلعه

۹ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری تخار از روند تطبیق برنامه «پول در بدل کار» در ولسوالی ینگی‌قلعه نظارت به‌عمل آورد. این برنامه در پنج ساحه مختلف با همکاری دفتر کنسرن. . .

بازگشت به خبرها