پکتیا کې د ځنګلونو وهنې مخنیوی په پار غونډه دائره شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۸ - ۱۰:۵۱
پکتیا کې د ځنګلونو وهنې مخنیوی په پار غونډه دائره شوه

٢۸ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۶ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د ځنګلونو د غیر قانوني وهنې او پرې کولو مخنیوی په پار د پکتیا ولایت د ولسوالیو چارواکو او قومي مشرانو سره د ولایت په مقام کې غونډه دائره شوه.
دغه غونډه، چې د پکتیا جرګو تالار کې جوړه شوې وه، د پکتیا مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین، امنیه قوماندان مولوي محمدعمر مخلص، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالروف سعید، د مرافعیې محکمې، امر بالمعروف او د چاپېریال ساتنې ریاستونو رییسانو، د بېلابېلو ولسوالیو ولسوالانو، امنیه قومندانانو د کرنیزو چارو مدیرانو او ګڼ شمېر قومي مشرانو پکې ګډون کړی و.
د پکتیا مرستیال والي مولوی انعام الله صلاح الدین یادې غونډې ته د خپلې وینا په ترڅ کې وویل، چې د شنو ونو او ځنګلونو ساتنه او خوندیتوب د امیرالمومنین حفظه الله حکم دی او ساتنه یې په موږ تاسو فرض ده او باید په کلکه یې ساتنه وکړو.
د نوموړي په خبره اسلامي امارات د شنو ونو او ځنګلونو ساتنې په موخه د شنې قطعې په نوم ځانګړې قطعه جوړه کړې خو ترڅنګ یې په دې برخه کې د قومونو همکاري هم مهمه وبلله او هیله وښوده، چې ولسونه د شنو ونو ساتلو برخه کې له حکومت سره په بشپړ ډول همکار اووسي.
په ورته وخت کې د پکتیا امنیه قوماندان وویل: «د شنو ونو وهلو مخنیوی په موخه د امیرالمومنین حفظه الله فرمان د ولسونو او د هېواد په ګټه ده، باید ټول یې په ګډه ساتنه وکړو.» د پکتیا امنیه قوماندان ښاغلي مخلص وویل؛ شنه قطعه د قومندانۍ اړوند ده او تر اوسه یې خپل مسؤلیت په ښه ډول ترسره کړی او غوښتنه یې وکړه، چې له دې قطعې سره ولسونه پوره همکاري وکړي.
ورپسې د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالرؤف سعید په خپلو خبرو کې وویل، چې ځنګلونه دهېواد ملي شتمني ده او ګډونوالو ته یې د ځنګلونو د وهلو مخنیوی اړوند د امیرالمومنین حفظ الله فرمان پر تطبیق ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د شنو ځنګلونو قطع کول او د زیاتو لرګیو انتقال مطلق بند دي.
ددې غونډې په ترڅ کې، قومي مشرانو د شنو ونو او ځنګلونو د وهنې مخنیوی په برخه کې د ولسونو په استازیتوب  ډاډ ورکړل او ژمنه یې وکړه، چې د ځنګلونو وهنې مخنیوی په برخه کې به له دولت سره په بشپړه توګه همکاري کوي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۷
Background image

سفر هیئت وزارت زراعت به منظور افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در کندز

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
به هدف افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در سطح زون‌ها، هیئت بلندپایه ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت کندز سفر کرد و در همین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۱
Background image

سفر هیئت وزارت زراعت به منظور افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در کندز

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
به هدف افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در سطح زون‌ها، هیئت بلندپایه ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت کندز سفر کرد و در همین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۰
Background image

توزیع مواد غذایی برای دهاقین متضرر از خشکسالی در سمنگان

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت سمنگان با همکاری مالی دفتر شبکه انکشاف باختر برای شماری از دهاقین و افراد بی‌بضاعت متضرر از خشکسالی در مرکز ایبک و ولسوالی حضرت. . .

بازگشت به خبرها