لغمان کې د سړوخونو بیارغونې چارې روانې دي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۶ - ۱۱:۱۴
لغمان کې د سړوخونو بیارغونې چارې روانې دي

٢۶ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چاراکي وایي، چې بزګرانو ته د اسانتیاوو برابرولو په پار په دې ولایت کې د درو سړوخونو د بیارغونې چارې پیل شوي دي، چې رغنیزې چارې یې په چټکۍ روانې دي.
د لغمان دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې د کرنې وزارت د نظارت او ارزونې رییس امان الله هاشمي، د کرنیز زېربناو رییس انجنیر محمد عیسی کارګر، د سړوخونو د ایجاد او څارنې او ساتنې آمر انجنیر سید علی سیدي او د کرنیزو زېربناوو پروژو مدیر نور الرحمن ستانکزی د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی محمد ولی محسن سره د یادو سړوخونو د بیارغونې او فعالولو پروژو د کارونو دلاښه تطبیق په موخه ناسته وکړه.
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی محمد ولي محسن وویل، چې ددغو سړوخونو د بیارغولو ټولیز لګښت ۳۵ میلیونه او ۹۶۸ زره افغانۍ ده، چې د وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کېږي.
ښاغلی محسن وویل، چې لغمان یو کرنیز ولایت دی او ډېری کروندګر یې د سبو او مېوو کرکیله کوي، چې یاد محصولات له رفع حاصل وروسته باید ژر مصرف شي، چې د سړوخونو نشتوالي له وجې ددغو کرنیزو توکو ډېری برخه یا خوڅاکېدل او یا هم په ټیټه بیه پلورکېږي، په همدې موخه دا سړې خونې رغول کېږي، چې د بزګرانو محصولات په کې خوندي او له یوې خوا بزګرانو عوایدو زیاتوالي ته زمینه برابره شي او له بلخې خوا هېوادوال هم په هر موسم کې تازه سبو او مېوو ته په مناسبه بیه لاس رسی ولري.
د لغمان دکرنې رییس زیاته کړه: «درې بابه سړې خونې د لغمان اړتیا نه شي پوره کولای، موږ د سړو خونو د ایجاد په برخه کې لا دوامداره هڅې کوو، ترڅو د کرنیزو محصولاتو د ضیاع مخنیوی وشي او خلکو ته په هر وخت کې په مناسبه بیه کرنیز محصولات عرضه شي.»
په همدې حال کې دکرنې وزارت پلاوي د لغمان دکرنې ریاست کړنې او فعالیتونه وستایل او د سړوخونو جوړولو پروژې څخه د لیدنې په ترڅ کې اړوندو چارواکو ته لازمې لارښوونې وکړې.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۷
Background image

سفر هیئت وزارت زراعت به منظور افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در کندز

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
به هدف افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در سطح زون‌ها، هیئت بلندپایه ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت کندز سفر کرد و در همین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۱
Background image

سفر هیئت وزارت زراعت به منظور افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در کندز

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
به هدف افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در سطح زون‌ها، هیئت بلندپایه ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت کندز سفر کرد و در همین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۰
Background image

توزیع مواد غذایی برای دهاقین متضرر از خشکسالی در سمنگان

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت سمنگان با همکاری مالی دفتر شبکه انکشاف باختر برای شماری از دهاقین و افراد بی‌بضاعت متضرر از خشکسالی در مرکز ایبک و ولسوالی حضرت. . .

بازگشت به خبرها