نورستان کې لسګونه بزګران او بڼوال وروزل شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۸ - ۱۲:۵۰
نورستان کې لسګونه بزګران او بڼوال وروزل شول

١٨ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
٢٦جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د نورستان ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې په مالي او د کاواک مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت په مرکز پارون او کامدېش ولسوالی کې د بزګرانو سیمه ییزو ښوونځیو له لارې ١٨٤  بزګر او بڼوال روزلي دي.
ددغو روزنیز پروګرام په ترڅ کې یادو بزګرو او بڼوالو ته د نوې او عصري ماشینرۍ کارونې او د بڼونو ناروغیو مخنیوی په اړه په عملي او نظري ډول زده کړې ورکړل شوي دي. 
د نورستان د کرنې ریاست چارواکي وویل، چې ددغو روزنیزو پروګرامونو په ترڅ کې ګډونوالو  ته د عصري بڼونو جوړلو، اوبولګول، آفاتو او ناروغیو کنترول، ښاخبرۍ، حاصل ټولول او مارکیټینګ برخه کې فني او مسلکي زده کړې ورکړل شوي دي.
له دغو روزنیزو پروګرامونو څخه برخمن شوي بزګر او بڼوال له دې پروسې څخه خوښي وښودل او راتلونکي کې یې هم د کرنې ادارې څخه په دې برخه د دوامداره همکاریو غوښتنه وکړه.

خبرهای تازه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۴:۳
Background image

پایان روند توزیع کمک‌ها برای ۱۲۰۰ خانواده عودت‌کننده در ننگرهار

۹ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ رمضان‌المبارک ۱۴۴۷ هـ.ق
روند توزیع کمک‌ها برای خانواده‌های عودت‌کننده از مهاجرت در ولایت ننگرهار که مدتی پیش آغاز شده بود، با موفقیت به پایان رسید. این روند تحت نظارت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۲:۳۷
Background image

توزیع تخم سبزیجات برای ۲۰۰ زن در ولسوالی کشم

۹ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری بدخشان اعلام کرد که برای ۲۰۰ تن از خانم‌ها در ۲۰ قریه ولسوالی کشم تخمیانه سبزیجات توزیع گردیده است. این برنامه در چارچوب تقویت معیشت بدیل و. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۹:۳۴
Background image

نظارت از تطبیق برنامه پول در بدل کار در ولسوالی ینگی‌قلعه

۹ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری تخار از روند تطبیق برنامه «پول در بدل کار» در ولسوالی ینگی‌قلعه نظارت به‌عمل آورد. این برنامه در پنج ساحه مختلف با همکاری دفتر کنسرن. . .

بازگشت به خبرها