لغمان کې لسګونو بڼوالو سره مرستې وشوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۱ - ۱۱:۴۷
لغمان کې لسګونو بڼوالو سره مرستې وشوې

١١ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
١٩جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د سولې رېښې د مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت په مرکز مهترلام او قرغه یې ولسوالی کې پر ١٧١ بڼوالو د ښاخبرۍ توکي او کیمیاوي سرې وېشلي دي.
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سولې ریښې مؤسسې له خوا ددې ولایت په مرکز مهترلام  او قرغه یې ولسوالی کې ۱۷۱ بڼوالو ته په ۲۱۵ جریبه ځمکه کې د سټروسو بڼونه جوړ شوي دي، چې له دې ډلې  ۱۵۱ جریبه یې په ۱۴۰۱ او ۶۸ جریبه یې په ۱۴۰۲ کال کې ایجاد شویدي، چې یادو بڼوالو ته اوسمهال د ښاخ برۍ قیچي، د ښاخ برۍ اره او د درمل شیندنې پمپ ترڅنګ کیمیاوي سرې وېشل شوي دي.
ددغو مرستو په وېش غونډه کې د لغمان د کرنیزو چارو آمر د همکارې مؤسسې له مسؤلینو څخه مننه وکړه، چې د لغمان بڼوالو ته د بڼوالۍ په برخه کې با ارزښته خدمات وړاندې کوي. 
هغه د همکارې مؤسسې له مسؤلینو څخه غوښتنه وکړه، چې د بڼوالو د ملاتړ په پار دې له دوی سره تخنیکي مرستو ته دوام ورکړي.
د لغمان دکرنې ریاست په دې ولایت کې د بڼوالۍ د پراختیا او عصري کولو په پار د بڼوالو ملاتړ کوي، ترڅو د بڼوالو ستونزې هوارې شي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۷
Background image

سفر هیئت وزارت زراعت به منظور افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در کندز

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
به هدف افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در سطح زون‌ها، هیئت بلندپایه ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت کندز سفر کرد و در همین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۱
Background image

سفر هیئت وزارت زراعت به منظور افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در کندز

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
به هدف افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در سطح زون‌ها، هیئت بلندپایه ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت کندز سفر کرد و در همین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۰
Background image

توزیع مواد غذایی برای دهاقین متضرر از خشکسالی در سمنگان

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت سمنگان با همکاری مالی دفتر شبکه انکشاف باختر برای شماری از دهاقین و افراد بی‌بضاعت متضرر از خشکسالی در مرکز ایبک و ولسوالی حضرت. . .

بازگشت به خبرها