دکرنيزو ځمکو د اصلاح په پار  د ننګرهار کانال شرکت هڅې 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۱ - ۱۰:۴۸
دکرنيزو ځمکو د اصلاح په پار  د ننګرهار کانال شرکت هڅې 

١١ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
١٩جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وایي، چې ددې شرکت  په درېيم فارم کې د زابرونو پاکارۍ  او ذهکشۍ چارې پیل کړي دي، چې نږدې یوکیلومتر پراخوالی لري او له څو کلونو راهیسې همداسې ناپاکه پاتې وه.
د ننګرهارکانال شرکت رییس مولوي غلام الرحمن کظیم، په داسې حال کې، چې دیاد شرکت د کرنیزو چارو سلاکار انجنیر جمیل خوشحال او یوشمېر نورو چارواکو یې ملتیا کوله د زابرونو د پاک کارۍ او ذهکشۍ چارو څخه د لیدنې پرمهال وویل: "د زابرونو د پاک کارۍ او ذهکشۍ چارې د دوو کرنیزو شرکتونو په مالي لګښت ترسره کېږي، تازه د یاد فارم په درېیم بلاک کې دغه چاره روانه ده، چې په دریو ورځو کې به پای ته ورسېږي."
ښاغلی کظیم وویل، چې د ذهکشۍ پروسه د عصري کرنې لپاره ېو له مهمو او د پاملرنې وړ کرنیزو عملیو څخه ګڼـل کېږي. هغه زیاته کړه:" له دې ذهکشۍ سره به د خاروې اصلاح وشي، زیم به يې لرې شي، پي ایچ به يې راښکته او برابر شي، دا ځمکې به وچې شي، په پایله کې به ورسره له شته ځمکو لوړ حاصل راټول شي."
باید وویل شي، چې د ننګرهارکانال شرکت په ټولټال ۵۲۰ کیلومتره اوږدوالي زابرونه شته دي، چې له ډلې يې یوازې ۶۳ کیلومتره په اندازه زابرونه په درېيم فارم کې شتون لري.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۷
Background image

سفر هیئت وزارت زراعت به منظور افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در کندز

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
به هدف افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در سطح زون‌ها، هیئت بلندپایه ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت کندز سفر کرد و در همین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۱
Background image

سفر هیئت وزارت زراعت به منظور افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در کندز

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
به هدف افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در سطح زون‌ها، هیئت بلندپایه ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت کندز سفر کرد و در همین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۰
Background image

توزیع مواد غذایی برای دهاقین متضرر از خشکسالی در سمنگان

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت سمنگان با همکاری مالی دفتر شبکه انکشاف باختر برای شماری از دهاقین و افراد بی‌بضاعت متضرر از خشکسالی در مرکز ایبک و ولسوالی حضرت. . .

بازگشت به خبرها