ننګرهار کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوی کړنې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۱ - ۱۰:۴
ننګرهار کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوی کړنې

د ننګرهار ولایت د اماراتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د  غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوي غړي په دې ولایت کې د ځمکې غصب مخنیوی او بېرته راګرځولو په پار هلې ځلې کړندي کړي دي.
ددغو هلو ځلو په دوام د ننګرهار ولایت د امارتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د  غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي ټیم د ننګرهار د مومندرې ولسوالی ډکې سیمه له نږدې وکتله؛  چې پدې لیدنه کې د ننګرهار ولایت دغصب مخنیوی تخنیکي پلاوي رییس مولوي عبدالستار محمد سربېره، د سرحداتو رییس، حج اوقافو رییس، د جلال اباد ښاروالۍ مرستیال، د امنیه قومندانۍ مرستیال،  قضایایې امارت امر او کدستر انجینرانو حضور درلود.
 د ننګرهار د کرنې ادارې او تخنیکي پلاوي رییس مولوي  عبدالستار محمد په مشرۍ دغصب مخنیوی تخنیکي پلاوی مومندرې ډکې او د غصب اړوند ګڼو نورو مهمو موضوعاتو باندې لنډ بحث او رڼا واچول شوه.
دغه راز د غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي د تخنیکي او مسلکي کسانو په مرسته د کدستري نقشو له مخي د ډکې سیمي حدود، نوعیت، کروکي، سکیج، او حد فاصل معلوم  کړ.
همدارنګه په یاده سیمه کې د اتمانزو او حسین خېلو کوچیانو ترمنځ ستونزه پیښه شوې وه او د ځمکو د ملکیت ادعا لرله خو د کدستري نقشو له کتلو وروسته یاده ځمکه په دوه قطعو کې چې ۱۲۰۰ جریبه ده د امارت په نوم ثبت وه .
باید وویل شي، چې د یادو قومونو سره هیڅ ډول اسنادو شتون نه درلوده، نو ټولو ته سپارښتنه وشوه ترڅو پدې سیمه کې خپلسرې کړنې ترسره نکړي.
 د ننګرهار ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۷
Background image

سفر هیئت وزارت زراعت به منظور افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در کندز

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
به هدف افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در سطح زون‌ها، هیئت بلندپایه ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت کندز سفر کرد و در همین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۱
Background image

سفر هیئت وزارت زراعت به منظور افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در کندز

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
به هدف افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در سطح زون‌ها، هیئت بلندپایه ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت کندز سفر کرد و در همین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۰
Background image

توزیع مواد غذایی برای دهاقین متضرر از خشکسالی در سمنگان

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت سمنگان با همکاری مالی دفتر شبکه انکشاف باختر برای شماری از دهاقین و افراد بی‌بضاعت متضرر از خشکسالی در مرکز ایبک و ولسوالی حضرت. . .

بازگشت به خبرها