د هلمند ګرمسېرکې یوشمېر بزګران وروزل شول

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۹ - ۱۲:۳۵
د هلمند ګرمسېرکې یوشمېر بزګران وروزل شول

۹ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
١۷جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند دګرمسېر ولسوالی د کرنیزو خدمتونو مدیریت لخوا د یادې ولسوالی  بزګرو ته د غنمو له تخمونو سره د زیان رسونکو ژوندیو حشرو د له منځه وړلو په موخه د (ویتاواکس يا تیرام) په نوم د نباتي درملو د کډولو او کارولو په هکله په عملي او نظري توګه عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
ددې ترڅنګ د عامه پوهاوی په دې لړۍ کې  دغنمو د توره کي يا سياقاق په نوم نباتي ناروغۍ چې د غنمو، اوربشو اوجوارو د وږو او پاڼو د ایستلو په وخت کې را منځته کېږي او شنو کروندو ته زیان رسوي، چې له امله یې حاصلات کموي او يا هم کروندې له منځه وړي. همدارنګه د یوریا سرې څخه د جوړې شوې سپرې او لایلم سفر په نوم د حشراتو له منځه وړلو ترکیبي درملو د  جوړولو او کارولو  په اړه بزګرو ته سپارښتنې او لارې چارې ښودل شوي دي.
دیادو زده کړو په ترڅ کې به د بزګرو د کرنیزو حاصلاتو په سالمه روزنه، ناروغیو مخنیوی او حاصلاتو په ډېرښت کې د پام وړ بهبود رامنځته شي.
د هلمند ولایت کرنې ریاست هڅه کوي چې د مرکز لښکرګاه په ګډون د بیلابیلو ولسوالیو بزګرانو ته د زده کړو دغه لړۍ روانه وساتي ترڅو د ځمکوالو د حاصلاتو په بهبود کې نوښت رامنځه شي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۷
Background image

سفر هیئت وزارت زراعت به منظور افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در کندز

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
به هدف افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در سطح زون‌ها، هیئت بلندپایه ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت کندز سفر کرد و در همین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۱
Background image

سفر هیئت وزارت زراعت به منظور افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در کندز

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
به هدف افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در سطح زون‌ها، هیئت بلندپایه ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت کندز سفر کرد و در همین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۰
Background image

توزیع مواد غذایی برای دهاقین متضرر از خشکسالی در سمنگان

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت سمنگان با همکاری مالی دفتر شبکه انکشاف باختر برای شماری از دهاقین و افراد بی‌بضاعت متضرر از خشکسالی در مرکز ایبک و ولسوالی حضرت. . .

بازگشت به خبرها