دهلمند نادعلي کې د امارتي ځمکو د غصب مخه ونیول شوه 

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۷ - ۱۱:۲
دهلمند نادعلي کې د امارتي ځمکو د غصب مخه ونیول شوه 

۷ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
١۵جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د نادعلي ولسوالی د کرنیزو خدمتونو او امنیتي مسؤلینو لخوا، د یادې ولسوالی اړوند دښتي سیمو  کې دحکیم پوستې سره یو شمئر سیمییزو کسانو په خپل سري توګه امارتي ځمکه غصب کړی وه، چې د نوموړې ولسوالی د کرنې مسؤل حاجي مهربان او د اړونده امنیتي حوزې مسؤلینو په همګارۍ یادې ځمکې د غاصبینو له منګولو خلاصې شوې.
غاصبینو له موقع څخه په ګټې اخیستنې غوښتل چې په امارتي ځمکو کې خپل سرو تصرفاتو ته ادامه ورکړي، چې له ښه مرغه مسؤلینو یې پر وخت مخه ونیول. 
په ورته مهال د نادعلي ولسوالی د کرنې مسوُلینو وویل، چې په خپل ټول وس او توان سره به هڅه کوي ترڅو په سیمه کې  په امارتي ځمکو کې د هر ډول خپل سرو تصرفاتو او غصب په کلکه مخه ونیسي.
دیادولو وړ ده، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د  حکم له مخې، د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی په برخه کې مسؤلینو ته جدي سپارښتنې شوي دي چې، له مخې یې هلمند کې تر دې مهاله د زرګونو جریبو امارتي ځمکو د غصب مخه نیول شوې او عاملین یې اړونده عدلي او قضایي ارګانونو ته پېژندل شوي دي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۷
Background image

سفر هیئت وزارت زراعت به منظور افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در کندز

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
به هدف افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در سطح زون‌ها، هیئت بلندپایه ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت کندز سفر کرد و در همین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۱
Background image

سفر هیئت وزارت زراعت به منظور افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در کندز

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
به هدف افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در سطح زون‌ها، هیئت بلندپایه ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت کندز سفر کرد و در همین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۰
Background image

توزیع مواد غذایی برای دهاقین متضرر از خشکسالی در سمنگان

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت سمنگان با همکاری مالی دفتر شبکه انکشاف باختر برای شماری از دهاقین و افراد بی‌بضاعت متضرر از خشکسالی در مرکز ایبک و ولسوالی حضرت. . .

بازگشت به خبرها