لوګر کې د مېوه لرونکو ونو د درمل شيندلو «یوریا اسپرې» خزاني کمپاین پیل شو

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۲ - ۹:۵۶
لوګر کې د مېوه لرونکو ونو د درمل شيندلو «یوریا اسپرې» خزاني کمپاین پیل شو

۲ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۰جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د لوګر ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت مرکز پُل علم سربېره دیاد ولایت د محمدآغې، خوښۍ، برکي برک او څرخ ولسوالیو کې د لوګر د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند کرنیزو چوپړونو آمریت د بوټو ساتنې مدیریت مسلکي کارکوونکو له لوري د مېوه لرونکو ونو درمل شيندلو «یوریا اسپرې» خزاني کمپاین پیل شوی دی.
 د دې کمپاین د پیلولو موخه د نباتاتو د آفتونو او ناروغیو پر وړاندې مبارزه او د مېوه لرونکو ونو د آفاتو او ناروغیو مخنیوی دی
باید وویل شی د یاد پروګرام د تطبیق مالي لګښت د کرنې او مالدارۍ وزارت د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست له لوري ورکول کېږي.
د لوګر ولایت د کرنیزو چوپړونو آمریت د بوټو ساتنې مدیر قاري عبدالجمیل وویل، چې د یوریا اسپرې جوړولو خورا اسانه ده هغه زیاته کړه: « یوه کیلو سپینه سره (یوریا) په 20 لیتره اوبو کې ښه حل کړئ او بیا کله چې هوا ښه صاف او روښانه وې د محلول پاش په واسطه یې پر ونو وشیندئ، ترڅو نباتات له آفتونو او ناروغیو څخه وژغورل شي او د ونو ژوند او حاصلات ډېر شي». 
دا په داسې حال کې ده، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست له خوا د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د مېوه لرونکو ونو د آفتونو او ناروغیو د مخنیوي په موخه د درمل شیندلو «یوریا اسپرې» خزاني کمپاین پیل شوی دی.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۷
Background image

سفر هیئت وزارت زراعت به منظور افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در کندز

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
به هدف افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در سطح زون‌ها، هیئت بلندپایه ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت کندز سفر کرد و در همین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۱
Background image

سفر هیئت وزارت زراعت به منظور افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در کندز

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
به هدف افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در سطح زون‌ها، هیئت بلندپایه ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت کندز سفر کرد و در همین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۰
Background image

توزیع مواد غذایی برای دهاقین متضرر از خشکسالی در سمنگان

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت سمنگان با همکاری مالی دفتر شبکه انکشاف باختر برای شماری از دهاقین و افراد بی‌بضاعت متضرر از خشکسالی در مرکز ایبک و ولسوالی حضرت. . .

بازگشت به خبرها