میدان وردګو ولایت کې د افغان تولیداتو ترنامه لاندې درې وځنۍ نندارتون پرانیستل شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۱ - ۱۶:۳۳
میدان وردګو ولایت کې د افغان تولیداتو ترنامه لاندې درې وځنۍ نندارتون پرانیستل شو

۲۱ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
میدان وردګو ولایت کې د افغان تولیداتو ترنامه لاندې درې وځنۍ نندارتون پرانیستل شو. د افغاني تولیداتو دغه نندارتون، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همکارۍ د یوه خصوصي شرکت لخوا جوړ شوی بېلابېل افغاني تولیدات پکې نندارې ته وړاندې شوې.
دافغان تولید ترنامه لاندې دغه ستر نندارتون چې د میدان وردګو په ولایت کې د روشن خصوصي شرکت له لوري د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همکارۍ جوړ شوی، چې بېلابېل افغاني تولیدات پکې نندارې ته وړاندې شوو.
په دغه نندارتون کې د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی نیاز محمد عابد د یاد ریاست کارکوونکي په ګډون د نندارتون له بېلابېلو غورفو څخه لیدنه وکړه، د یاد نندارتون په جوړولو یې خوښي اوښوده او زیاته یې، کړه چې د داسې نندارتونو دائرول به د تولیدونکو او بازار ترمنځ د یو ارتباطي پول  په رامنځته کولو کې یو مهم رول ولري.
د دې نندراتون ګډونوال او صنعت کاران د افغاني تولیداتو لا پراختیا په برخه کې دغه ډول نندارتونونه خورا ګټور بولي او هیله من دي، چې په دې سره به د هېوادوالو صنعت او سوداګرۍ لا وده وکړي.
د افغان تولید د دغه نندارتون ګډونوال او صنعت کاران له مسؤلینو څخه غوښتنه کوي، چې دوی ته دې د افغاني تولیداتو بازار موندنې برخه کې لازمې اسانتیاوې او سهولتونه برابر کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۰:۳۶
Background image

برگزاری جلسه هماهنگی جهت ترتیب طرح‌های سال مالی ۱۴۰۵ در وزارت زراعت

۱۲ سرطان ۱۴۰۴ هـ.ش
جلسه‌ای تخنیکی و هماهنگی به منظور ترتیب و تنظیم طرح‌های سال مالی ۱۴۰۵، تحت رهبری سید احمد خالد صاحب زاده، رئیس پالیسی و پلان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۰:۱۵
Background image

بررسی صحی بزهای پروژه «مصونیت غذایی» در ولایت تخار

۱۲ سرطان ۱۴۰۴ هـ.ش
تیم تخنیکی آمریت مالداری و صحت حیوانی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت تخار از بزهای تدارک‌شده در چارچوب پروژه "مصونیت غذایی" دفتر میشن ایست، بازدید تخنیکی و صحی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۰:۱۵
Background image

جمع‌آوری ادویه‌جات تاریخ‌گذشته حیوانی از کابل مارکت هرات

۱۲ سرطان ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هرات اعلام کرد که تیم تخنیکی آمریت مالداری و صحت حیوانی این ریاست از دواخانه‌های حیوانی در کابل مارکت این ولایت تفتیش و بررسی به. . .

BACK TO NEWS