دیدار رئیس عمومی پلان و هماهنگی برنامههای وزارت زراعت با مسئولان سازمان غذایی جهان
۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی عبدالعلی عمری رئیس عمومی پلان و هماهنگی برنامههای وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در دیداری با مسئولان سازمان غذایی جهان (WFP)، در مورد گسترش همکاریها، هماهنگیهای تخنیکی و تطبیق پروژههای جدید در سکتور زراعت افغانستان گفتوگو کرد.
در این دیدار، رئیس عمومی پلان و هماهنگی برنامههای وزارت زراعت از فعالیتها و تلاشهای سازمان غذایی جهان در راستای حمایت از سکتور زراعت افغانستان قدردانی کرده و بر تداوم همکاری و هماهنگی میان این وزارت و نهادهای همکار تأکید نمود.
در همین حال، عبدالغفور نوابی معاون برنامههای زراعت سازمان غذایی جهان، از همکاری وزارت زراعت در زمینه هماهنگی و امضای تفاهمنامهها با مؤسسات همکار قدردانی کرده و بر ادامه همکاریها و تطبیق پروژههای بیشتر در سکتور زراعت افغانستان تأکید کرد.
مسئولان سازمان غذایی جهان در این دیدار گفتند که این سازمان در نظر دارد در ۵۰ ولسوالی از ۳۲ ولایت کشور، پروژههای کوچک و بزرگ را تطبیق کند. آنان افزودند که بهزودی مبلغ ۲۰ میلیون دالر امریکایی برای تطبیق پروژهها در ۲۰ ولسوالی، مطابق اولویتهای وزارت زراعت، اختصاص خواهد یافت.
در پایان، رئیس عمومی پلان و هماهنگی برنامههای وزارت زراعت اطمینان داد که این وزارت در پرتو پالیسیها و استراتژیهای امارت اسلامی، آماده هرگونه همکاری و هماهنگی با مؤسسات همکار برای توسعه و تقویت سکتور زراعت کشور میباشد.
د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د خوړو نړۍوال پروګرام له چارواکو سره وکتل
۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیوافپي» له مسؤلینو سره په لیدنه کې، د همکاریو پر پراختیا، تخنیکي همغږۍ او د افغانستان د کرنې په سکټور کې د نویو پروژو د پلي کېدو په اړه خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د افغانستان د کرنې له سکټور څخه د ملاتړ په برخه کې د خوړو نړۍوال پروګرام له فعالیتونو او هڅو څخه مننه وکړه او د دغه وزارت او همکارو ادارو ترمنځ یې د همکاریو او همغږۍ پر دوام ټینګار وکړ.
په ورته مهال، د خوړو نړۍوال پروګرام د کرنیزو پروګرامونو مرستیال عبدالغفور نوابي، له همکارو مؤسسو سره د همغږۍ او د هوکړهلیکونو د لاسلیک په برخه کې د کرنې وزارت له همکارۍ څخه مننه وکړه او د افغانستان د کرنې په سکټور کې یې د همکاریو پر دوام او د لا ډېرو پروژو پر پلي کېدو ټینګار وکړ.
د خوړو نړۍوال پروګرام چارواکو په دې لیدنه کې وویل، چې دغه اداره په پام کې لري د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې په ۵۰ ولسوالیو کې کوچنۍ او لویې پروژې پلي کړي. هغوی زیاته کړه، چې ډېر ژر به د کرنې وزارت د لومړیتوبونو له مخې، په ۲۰ ولسوالیو کې د پروژو د پلي کېدو لپاره ۲۰ میلیونه امریکايي ډالر ځانګړي شي.
په پای کې، د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس ډاډ ورکړ، چې دغه وزارت د اسلامي امارت د پالیسیو او ستراتیژیو په رڼا کې د هېواد د کرنې سکټور د پراختیا او پیاوړتیا په موخه له همکارو مؤسسو سره هر ډول همکارۍ او همغږۍ ته چمتو دی.
