دکندهار دکرنې ریاست: د انارو سږنۍ حاصل لس سلنه زیاته شوې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۶/۴ - ۱۱:۴۴
دکندهار دکرنې ریاست: د انارو سږنۍ حاصل لس سلنه زیاته شوې
دکندهار دکرنې ریاست:
د انارو سږنۍ حاصل لس سلنه زیاته شوې
۴ وږی ۱۳۹۹
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د انارو سږنۍ حاصلات د کمیت او کیفیت له پلوه ښه او ډېر شوي دي. یاد ریاست وایي، چې ددې ولایت په نهه زره او ۵۰۰ هکټاره ځمکه کې د انارو بڼونه جوړ شوي دي، چې سږنۍ حاصلات به یې ۱۹۰ زره ټنو ته ورسیږي.
د کندهار دکرنې رییس سیدحفیظ‌ الله سیدي وایي، چې بڼوالو سره د کرنې ریاست تخنیکي او فني سلامشورې، همکارۍ او مرستې سږکال په دې ولایت کې د نارو بڼونو حاصلات ډېر کړي دي. د ښاغلي سیدي په خبره په ۱۳۹۸ یم کال کې ددې ولایت د انارو ټولیز تولید ۱۷۸ زره او ۱۲۵ ټنه وه خو سږکال به دا شمېره ۱۹۰ زره ټنو ته پورته شي، چې د تېر کال په پرتله لس سلنه زیاتوالی ښیي.
د کندهار ولایت بڼوال د خپلو بڼونو د انارو له حاصلاتو خوښ دي، خو د مناسب بازار له نشتون سرټکوي. دوی وایي که چېرې د انارو د بازار موندنې په برخه کې له دوی سره مرستې او همکارۍ ووشي نو د دوی عواید به څو چنده زیات شي.
د کندهار د دامان ولسوالۍ یوتن بڼوال عبدالرحمان وایي، چې د انارو د بڼ حاصلات یې کال تر بلې په ښه کېدو دي، هغه په خپل بڼ کې یوشمېر ځوانانو ته د کار زمینه هم برابره کړې ده، هغه اوس د خپلې بڼوالۍ څخه ځکه خوښ دی، چې حاصل به یې تر نړیوالو مارکېټونو رسیږي.
په ورته وخت کې د کندهار دکرنې ریاست وایي، چې دوی د بڼوالو او بزګرانو عوایدو زیاتولو په پار تل هلې ځلې کوی او داسې لارې چارې لټوي، چې ورسره د بڼوالو محصولاتو پلور ته لار هواره شي. د چارواکو په خبره د بڼوالو د محصولاتو د بازارموندنې په پار د نورو هلوځلو ترڅنګ بڼوالو ته د پروسس او بسته بندي په هکله روزنیزې برنامې په لاره اچولي دي ترڅو د دوی محصولات نړیوالو بازارونو ته لار پیدا کړي. دغه راز د کرونا په پېر کې د کندهاري بڼوال د انارو د خوساکېدو د مخنیوي په پار په دې ولایت کې د انارو د ۵۲ سړوخونو د جوړولو چارې هم روانې دي، چې په بشپړېدو سره به یې د بڼوالو محصولات خوندي شي.
په وروستیو کلونو کې د کرنې وزارت او د کندهار د خلکو په هلو ځلو ددې ولایت په څه باندې نهه زره او ۵۰۰ هکټاره ځمکه کې د انارو بڼونه جوړ شوي دي. د ارغستان او ارغنداب ولسوالۍ د کندهار تر ټولو ډېر انار تولیدوی.
د روان کال په ترڅ کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په کندهار کې د انارو ډېر شمېر بڼونه جوړ کړي دي.د بڼوالو روزنه، د ګیاوو د ناروغیو کنټرول، د درملو تجویز او د بڼوالو حاصلاتو ته بازار موندنه نور هغه کړنې دی، چې سږ کال د کرنې وزارت له خوا په دې ولایت کې ترسره شوي دي.
دا مهال په کندهار کې د سور انارو په نوم یوه فبریکه هم د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په همکارۍ په کار پېل کړی، چې د انارو له دانو څخه معیاري جوسونه جوړه وي او د هېواد بېلابېلو سیمو ته یې صادروي، یاد د انارو فبریکه د انارو د جوسونو تر څنګ د انارو پروسس هم کوي او له پوټکي څخه یې په صنعت کې ګټه پورته کوي.
په کندهار کې بېلابېلې مېوې شتون لری. د کندهار انار نړیوال شهرت لری. د کرنې وزارت هلې ځلې او د خلکو لېوالتیا ددې لامل شوې، چې کندهار په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ وکړي.د کندهار انار د کورنیو بازارونو ترڅنګ یو شمېر ګاونډیو هېوادنو او په دې وروستیو کې د هوایي دهلیزونو له لارې نړیوالو مارکېټونو ته هم لار پیدا کړی.
انار؛ هغه مېوه ده چې له خوړلو پرته یې ان په لیدلو د انسان زړه تازه کېږي او د خوښۍ احساس ورکوي. انار د زړه ناروغیو، لوړ فشار، التهاب او ځینو سرطانونو، په تېره بیا د پروستات سرطان لپاره تر ټولو ښه نسخه ده. انار د فیبر اصلي سرچینه ګڼل کېږي او په زیاته اندازه ويټامین اې، سي، اي، اوسپنه او انتي اکسیدان لري.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۲۷
Background image

فصل برداشت پیاز آغاز شد

هفته‌نامه‌ی دهقان | محمد تمیم صدیقی 
افغانستان دارای اقلیم مناسب جهت رشد و پرورش پیاز است. پیاز در ساحات هموار و مرتفع كشت می‌شود و برای نشو و نموی خود به درجه حرارت مناسب، رطوبت نسبی و. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۷:۲۹
Background image

برگزاری جلسه‌ای در مورد چگونه‌گی جمع‌آوری محصولات باغداری

۲۰ اسد ۱۴۰۰
جلسه‌ای در مورد چگونه‌گی جمع‌آوری محصولات باغداری، با حضور شیرشاه امیری معین زراعت و مالداری وزارت زراعت و وحیدالله یوسفی رییس عمومی سیستم معلوماتی نشانه‌های جغرافیایی اداره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

امسال حاصلات بادنجان رومى در بغلان افزایش یافته است

۲۰ اسد ۱۴۰۰
امسال، میزان حاصلات بادنجان رومی در ولایت بغلان، در مقایسه با سال گذشته افزایش قابل ملاحظه‌ای یافته است.
بغلان برای رشد و پرورش بادنجان رومى، آب‌ و هوای مناسب دارد و در طی. . .

BACK TO NEWS