دمیدان وردګو ولایت په دوو ولسوالیو کې پر یوشمېر مستحقو کورنیو مرستې ووېشل شوې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۰:۳۵
دمیدان وردګو ولایت په دوو ولسوالیو کې پر یوشمېر مستحقو کورنیو مرستې ووېشل شوې

۲۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۳۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
دمیدان وردګو ولایت دایمیرداد اوحصه اول بهسود ولسوالیو په کچه د کرنې ریاست تر چتر لاندې، د «کلیوالي ودې او پراختیا پروګرام» تر عنوان لاندې د ډاکار مؤسسې له لوري د کرنې او مالدارۍ په برخه کې بېلابېل فعالیتونه روان دي.
ددغو فعالیتونو په ترڅ کې د دایمیرداد اوحصه اول بهسود ولسوالیو په بېلابېلو حوزو کې د کرنیزو چارو مدیریت سره په بشپړه همغږۍ د ډاکار مؤسسې له خوا ۱۰۰ مستحقو مېرمنو ته چې مخکې له مخکې د چرګانو د بستو د وېش په موخه سروې شوې وې هرې مستحقې میرمنې ته دوه بورۍ ۵۰ کیلویي د چرګانو دانه، درې عدده آبخورۍ او درې عدده دانه‌خورۍ ووېشل شوې.
د یادو وسایلو په ترلاسه کولو سره له مرستو برخمن شویو مېرمنو خپله خوښي څرګنده کړه او د کرنې ریاست او ډاکار مؤسسې له مسؤلو کسانو څخه یې مننه وکړه. همداراز یې په راتلونکي کې د ورته نورو پروګرامونو د پلي کېدو غوښتنه هم وکړه.
هیردنه وي چې د چرګانو د بستود وېش بهیر به په راتلونکې نیږدې ورځو کې پیل شي.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

جلسه رهبری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برگزار شد

۲۷ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه رهبری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ریاست مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری پیرامون  چگونگی  مصرف بودجه انکشافی سال قبل و بررسی چگونگی تطبیق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۲۹
Background image

سنگ تهداب مرکز عمومی جمع‌آوری شیر در ولسوالی سیدخیل پروان گذاشته شد

۲۷ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
سنگ تهداب یک باب مرکز عمومی جمع‌آوری شیر در ولسوالی سیدخیل ولایت پروان طی مراسمی با حضور مسئولان محلی و مسئولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت گذاشته شد.
این. . .

بازگشت به خبرها