د کونړ نرنګ کې د بېوزله کورنیو د ملاتړ په پار هڅې؛ ۱۰۰ کورنیو ته د چرګانو واړه فارمنه جوړو شول

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۸ - ۱۰:۵۸
د کونړ نرنګ کې د بېوزله کورنیو د ملاتړ په پار هڅې؛ ۱۰۰ کورنیو ته د چرګانو واړه فارمنه جوړو شول

۲۸ چنګاښ ۱۴۰۲ه‍.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د کونړ ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې د پراختیا نړیوال صندوق په مالي او د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د نرنګ ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې ۱۰۰بېوزلې، کونډې او معیوبو ښځو ته د دوی دکورني اقتصاد د پیاوړتیا په پار د هګیو چرګانو واړه فارمونه جوړ کړي دي.
د کونړ ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د چارواکو په خبره ددې مرستې په لړ کې د کونړ ولایت د نرنګ په لسوالی کې ۱۰۰  کورنيو ته د هګۍ ورکوونکو چرګانو ۳۰ قطعه يې فارمونه ووېشل شول.
په يادو فارمونو کې هر کس ته ۳۰ هګې ورکوونکي چرګان،۱۵۰ کیلوګرامه د چرګانو معياري خوراکه، د دانې خوړولو لوښې، د اوبو خوړولو لوښې او نور توکي ورکړل شوي دي.
د کونړ دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې ددې مرستې لړۍ به د کونړ ولایت د مرکز ترڅنګ نورو ولسوالیو ته هم وغځېږي.
ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د چرګانو روزنې صنعت ته پیاوړتیا ورکول او د بېوزله او کونډو مېرمنو اقتصادي ودې ته زمینه برابرول دي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۷
Background image

سفر هیئت وزارت زراعت به منظور افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در کندز

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
به هدف افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در سطح زون‌ها، هیئت بلندپایه ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت کندز سفر کرد و در همین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۱
Background image

سفر هیئت وزارت زراعت به منظور افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در کندز

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
به هدف افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در سطح زون‌ها، هیئت بلندپایه ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت کندز سفر کرد و در همین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۰
Background image

توزیع مواد غذایی برای دهاقین متضرر از خشکسالی در سمنگان

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت سمنگان با همکاری مالی دفتر شبکه انکشاف باختر برای شماری از دهاقین و افراد بی‌بضاعت متضرر از خشکسالی در مرکز ایبک و ولسوالی حضرت. . .

بازگشت به خبرها