د خوست په ځنګلونو کې د اوبو زېرمې جوړېږي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۰ - ۱۳:۵۱
د خوست په ځنګلونو کې د اوبو زېرمې جوړېږي

د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» په مالي او د «GEF7» پروژې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت په درېوو ولسوالیو «صبری، باک او ځاځیمیدان» په ځنګلونو کې د اوبو زېرمې جوړوي.
د خوست دکرنې ریاست وایي، چې یادې پروژې ددې ریاست د طبيعي سرچينو سره د تخنيکي او مالي همکارۍ له لارې د ځنګلونو/څړځايونو د ساتنې او پالنې په موخه پلي کيږي، چې تر دې مهاله يې په دريو ولسواليو کې ۹ د ځنګلونو/څړځايونو د ساتنې ټولنې ايجاد کړي او د همدې لارې ټول موجوده ځنګلونه قرنطين او په څړځايونو کې د قرنطين تر څنګ نوبتي څړښت ترسره کېږي.
د خوست دکرنې ریاست چارواکي وایي: «د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره «FAO» د خپلو فعاليتونو په ترڅ کې د ځنګلونو/ځړځايونو د ساتنې تر څنګ د نوې ځنګل او څړځای د بيا احياء په موخه بېلا، بېلې ونې او غرنۍ رشقې کري، د کار په بدل کې د پېسو ورکړې (Cash for work) برنامې له لارې په ځنګلونو کې تراسونه او ټرينچونه (ګوړي) وهي، د چهارمغزو قوريې جوړوي او د ځايي خلکو د لا تشويق او د ځنګل د قطع کولو څخه د مخنيوي په موخه ځينې د بديل معشيت پروژې تطبيقوي.»
د چاراکو په خبره د دې ټولو فعاليتونو سربېره په ځنګلونو کې د اوبو ذخيروي ډنډونه جوړوي، څو بېلا، بېلو سیمو ته د نيالګيو شنه کولو په موخه اوبه انتقال کړي، په همدې موخه په نيږدې راتلونکې په درېوو ولسوالیو «صبری، باک او ځاځیمیدان» په ځنګلونو کې ۱۰ د اوبو زېرمې ډنډونه جوړوي چې هر ډنډ به د څه کم ۲۰۰ زره ليتره اوبو ځايولو او نيول ظرفيت ولري. دا زېرنې په داسې نقطو کې جوړېږي چې له ليرې چينو څخه اوبه د ځنګل منځ او نورو اړينو سيمو ته چيرې چې د اوبو لاس رسی نه وي موجود انتقال کړي.
په همدې موخه د خوست ولايت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رياست د مشرتابه د لارښوونې سره سم د طبيعي منابعو لوی مدير انجنير عبدالرشيد صبری يادو سيمو ته وليږل شو، څو په مسلکي ډول د اوبو ذخيروي ډنډونو د مناسبو ځايونو او سيمو په انتخاب کې مرسته او رهنمايي وکړي.
د يادونې وړ ده، چې د تېرو شپږو مياشتو په جريان کې د FAO دفتر د GEF7 پروژې له لارې ۲۰۰۰ هکتاره ځنګل او ۳۹۰۰ هکتاره څړځای قرنطين کړی، (۱۲۹۸۴۰) مختلف النوعه مثمر، غير مثمر نيالګي، بوټي او قلمې يې کښېنولي او ټولټال يې (۱۶۲.۶) هکتاره نوی ځنګل احياء کړی دی.
همدارنګه د (۲۸) قوريو له پاره يې (۱۵۴۰) کيلو د چهارمغزو تخم ويشلي تر څو په راتلونکې دوه کالو کې د همدې ځنګلونو د رغولو په موخه په سيمه کې شاوخوا (۱۵۰۰۰۰) نيالګي وروزي او ځنګل ته يې انتقال کړي.
پاتې دې نه وي چې د GEF7 پروژې په تطبيق سره به د پېنځو کالونو په موده کې د سيمې د ډېری ځنګل او څړځای د ساتلو تر څنګ نوی ځنګل او څړځای ورغول شي او د سلګونو جريبو مېوه لرونکو بڼونو د جوړيدو سربېره به ځينې د بديل معشيت پروژې پلي او خلکو ته به په سیمه کې د ورځيني مزد په بدل کې د کار موندنې تر څنګ پر ځنګلونو-څړځايونو او په ټوله کې پر طبيعي سرچينو فشار کم شي.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۱:۵۰
Background image

بازدید رئیس زراعت از فارم تحقیقات زراعتی پوزه ایشان

۱۹ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی عبدالکریم حذیفه رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بغلان از فارم تحقیقات زراعتی پوزه ایشان  آن ولایت بازدید کرد.
مولوی عبدالکریم «حذیفه» در جریان این بازدید از. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۱:۴۶
Background image

آغاز کار پروژه مهار آب در ولسوالی سپیره خوست

۱۹ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ شوال المکرم ۱۴۴۷ هـ.ق
کار پروژه مهار آب در سه قریه (شنگ، تروه و داندکی) ولسوالی سپیره ولایت خوست، تحت چتر ریاست زراعت، آبیاری و مالداری آغاز گردیده است.
این پروژه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۱۶
Background image

ایجاد ۲۰ قطعه سبزخانه نمایشی برنج به‌منظور افزایش حاصلات در کندز

۱۹ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ شوال المکرم ۱۴۴۷ هـ.ق
به‌منظور ترویج سیستم‌های نوین زراعتی و افزایش حاصلات برنج، از سوی دفتر «داکار» با هماهنگی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری، بیست قطعه سبزخانه. . .

بازگشت به خبرها