ننګرهار کانال ریاست:د ۳۵۰۰متره محافظتي پولي چارې روانې دي

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۵ - ۱۷:۳۱
ننګرهار کانال ریاست:د ۳۵۰۰متره محافظتي پولي چارې روانې دي

د ننګرهار کانال ریاست په هڅو  ددې ریاست اړوندو فارمونو او ځمکو د خوندیتوب او بیارغونې په پار د ٣٥٠٠ محافظتي پولې د جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي.
د ننګرهار کانال ريیس مولوي غلام الرحمن کظیم وایې:"په تېرو وختونو کې ناوړه انقلابي شرایط، د غاصبینو شتون، خپلسریو او ګوتو وهنو ننګرهارکانال شتمنیو(فارمونو، بڼونو ) او ځمکو ته ستر زیانونه اړولي.
د کانال د جوړېدو سره سم هغه مهال د  دویم فارم دویم بلاک (۱۷، ۱۵، ۱۱، ۱۳، ۹ ) نمره ځمکو کې منظم خوړ موجود و .  هغه مهال پرې د کانال او ځايي استوګنو زرګونه جریبه ځمکه خوړوبېده او په دغو ځمکو ولاړ کښتونه او فصلونه د زیان نه په امن ؤ."
د ښاغلی کظیم په خبره له بده مرغه پدې وروستيو کې یو شمېر غاصبینو ددې خوړ مسیرتغیر کړې ؤ.
او د یاد څپانده خوړ مسیر يې د کانال ځمکو ته برابر کړې ؤ.
اوس د ننګرهارکانال ریاست له لوري د همدې خوړ او ترڅېرمه ځمکه دوو کرنیزو شرکتونو یحی خېل او رغبت الله مومند ته په اجاره ورکړل شوی دی.
یاد کرنیز شرکتونه به د خوړ مسیر برابروي او د سېلابونو او زیاتو اوبو د  د بیا تهدید نه د بچ کېدو په موخه به ورته محافظوي پوله تړي، چې له ډېره ښه مرغه د ۳۵۰۰ متره محافظوي پولې د تړلو کارونه  اوس عملآ منظم او سم روان دي، چې په نږدي راتلونكي کې به ګټي اخستې ته وسپارل شي.
د یادونې ده، چې د پلان سره به په دغو ځمکو د مالټې بڼونه او نورکرنیز کښتونه وکرل شي.

خبرهای تازه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۳۵
Background image

نظارت از روند پیشرفت کار یک کانال آبیاری ۵۰۰ متری در ولسوالی خاکجبار کابل

۱۲ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
کارمندان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری در  ولسوالی خاکجبار ولایت کابل از روند پیشرفت کار یک کانال آبیاری به طول ۵۰۰ متر در این ولسوالی نظارت کردند.
این کانال با هماهنگی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۱۵
Background image

۱۳ سبزخانه در سیدآباد میدان وردک به بهره‌برداری سپرده شد

۱۲ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
۱۳ سبزخانه در مناطق مختلف ولسوالی سیدآباد ولایت میدان وردک، با همکاری ریاست زراعت، آبیاری و مالداری و حمایت مالی موسسه ان‌سی‌اې، در حضور یک. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۷
Background image

سفر هیئت وزارت زراعت به منظور افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در کندز

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
به هدف افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در سطح زون‌ها، هیئت بلندپایه ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت کندز سفر کرد و در همین. . .

بازگشت به خبرها