ننګرهار کې ۲۴ منځنیو او کوچنیو شیدو پروسس کوونکو ته روزنه او وسایل ورکړل شول

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۳ - ۱۲:۳۹
ننګرهار کې ۲۴ منځنیو او کوچنیو شیدو پروسس کوونکو ته روزنه او وسایل ورکړل شول


۱۳ وری ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې د افغانستان د مالدارۍ د ځنځیروي ارزښت پروژی (AVC-Livestock) له لوري ۲۴ منځنیو او کوچنیو شیدو پروسس کوونکو ته د دوه ورځي روزنې څخه وروسته د لبنیاتو د پروسس وسایل ورکړل شول.
د ننګرهار دکرنې ریاست په استازیتوب د مالدارۍ خدمتونو او څارویو روغتیا امر ډاکتر محمد ضمیر بهسودی په یاد پروګرام کې وویل، چې دغه رونیز پروګرام کې د ننګرهار ولایت له بېلابېلو ولسوالیو څخه ۲۴ تنو د شیدو پروسس کوونکو ګډون کړي وه، چې نوموړو ګډونوالو ته د شيدو د پروسس نوی مهارتونه، له شيدو څخه ډول ډول پنير او نور لبني موادو جوړول، مارکېټ ته د عرضه کولو او حفظ الصحې په برخه کې زده کړې ورکړل شوي دي. 
په پای کې ګډونوالو ته د شيدو د پروسس، ذخیره کولو، او کېفيت معلومولو او مارکېټ ته د صحي لبنياتو د اماده کولو په برخه کې اړین وساېل هم وویشل شول.
ددې پروګرام موخه د شیدو د پروسس کوونکو ملاتړ اوترڅنګ یې هېوادوالو ته روغتیايي لبنیات وړاندې کول دي.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۴۹
Background image

معین مالی و اداری وزارت زراعت از ریاست زراعت ولایت میدان وردک بازدید کرد

۱۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی نورالدین عمیر معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در جریان سفر رسمی خود به ولایت میدان وردک از ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت بازدید و با. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۹
Background image

اشتراک مسئولان وزارت زراعت در سمپوزیم توسعه نیروی کار وترنری افغانستان

۱۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
مسئولان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در سمپوزیم توسعه نیروی کار وترنری افغانستان که تحت عنوان «از آموزش تا ارائه خدمات باکیفیت وترنری» در هوتل کابل استار برگزار شده. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۱:۵۲
Background image

ایجاد ۳۵ قطعه نمایشی لوبیا و ماش برای ترویج کشت حبوبات در ولایت تخار

۱۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت تخار، به‌منظور حمایت از دهقانان، ترویج کشت حبوبات و افزایش تولید در واحد سطح، ۳۵ قطعه نمایشی شامل ۲۰ قطعه لوبیا و ۱۵ قطعه ماش را. . .

بازگشت به خبرها