د ننګرهار کانال ریاست: د هډې فارم په ۳۰ جریبه ځمکه کې سابه کرل شوي دي
۲۵ کب ۱۴۰۱ه.ش
۲۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۴ ه.ق
د ننګرهار د کانال ریاست چارواکي وایي، چې ددې ریاست اړوند هډې فارم په ۳۰ جریبه ځمکه کې ډول ډول سابه کرل شوي دي.
د چارواکو په خبره د کرل شویو سبو څخه د ننګرهار ترڅنګ د کابل او یوشمېر نورو ولایتونو اوسیدونکي هم ګټه پورته کوي.
د سبو د کرکېلي له لارې ددې فارم د اړوندو بزګرانو اقتصادي ودې ، او ترڅنګ یې ډېرو خلکو ته دکار زمینه هم برابره شوې ده.
