د ننګرهار کانال ریاست غصب شوي ځمکې تثبتېږي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۲ - ۱۳:۲۲
د ننګرهار کانال ریاست غصب شوي ځمکې تثبتېږي

۲۲ کب ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۰ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ا.ا.ا لوړپوړي پلاوي، چې په ترکیب کې یې د ښارجوړونې وزیر مولوی حمدالله نعماني، دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي، د قضاامارت لوی رییس مولوی احسان الله وثیق، د ننګرهار کانال رییس مولوی غلام الرحمن کظیم او یوشمېر سیمه ییزو چارواکو شتون درلود ننګرهار کانال ریاست د غصب شویو ځمکو د تثبیب په پار غونډه او له سیمو څخه له نږدې لیدنه وکړه.
ددې لیدنې په ترڅ کې یاد پلاوي وویل:«ټولې شاړې ځمکې چې کرکېله په کې نه کېږي او د غصب له ګواښ سره مخ دي باید ژر تر ژره دې د کانال ریاست له خوا خکلو ته په اجاره ورکړل شي او یا دغه راز د کانال ریاست له خوا ورغول شي، او په کې فارمونه او نور تاسیسات جوړ شي.»
دغه راز یاد پلاوي د ننګرهار کانال ریاست چارواکو ته سپارښتنه وکړه، چې د یاد کانال اړوند ټولې ځمکې دې باید تثبیت او هغه ځمکې چې غصب شوي دي، د غصب مخنیوي ولایتي کمېټې ته دې معلومات ورکړل شي او ترڅنګ یې مرکز ته هم یو راپور واستول شي، چې له مرکز څخه هم په دې برخه کې مرستې او همکارۍ ووشي، ترڅو د کانال اړوند ځمکې له غصب خلاص شي.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۴۹
Background image

معین مالی و اداری وزارت زراعت از ریاست زراعت ولایت میدان وردک بازدید کرد

۱۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی نورالدین عمیر معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در جریان سفر رسمی خود به ولایت میدان وردک از ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت بازدید و با. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۹
Background image

اشتراک مسئولان وزارت زراعت در سمپوزیم توسعه نیروی کار وترنری افغانستان

۱۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
مسئولان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در سمپوزیم توسعه نیروی کار وترنری افغانستان که تحت عنوان «از آموزش تا ارائه خدمات باکیفیت وترنری» در هوتل کابل استار برگزار شده. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۱:۵۲
Background image

ایجاد ۳۵ قطعه نمایشی لوبیا و ماش برای ترویج کشت حبوبات در ولایت تخار

۱۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت تخار، به‌منظور حمایت از دهقانان، ترویج کشت حبوبات و افزایش تولید در واحد سطح، ۳۵ قطعه نمایشی شامل ۲۰ قطعه لوبیا و ۱۵ قطعه ماش را. . .

بازگشت به خبرها