د ننګرهار دکانال ریاست: د غواګانو فارم پراختیا په پار هڅې
۲۱ کب ۱۴۰۱ه.ش
۱۹ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۴ ه.ق
د ننګرهار دکانال ریاست چارواکي وایي، چې ددې ریاست اړوند د مالدارۍ فارم د پراختیا او د دې فارم د څارویو ساتنې او پالنې په پار هلې ځلې زیاتې کړي دي.
د چارواکو په خبره د کانال ریاست په ۱۵۵ جریبه ځمکه کې د مالدارۍ فارم څارویو لپاره علوفې کرل شوي دي، چې د دغو علوفو د ښې پالنې او د علفونو پآڼو خوړونکو مضره حشراتو د مخنیوي په پار پرې درمل شېندل شوی دی.
د ننګرهار کانال د مالدارۍ په فارم کې بېلابېل څاروي ساتل کېږي، چې د ورځې لسګونه لیټره تازه شېدې تولیدوي.
