لغمان کې د بېوزله مېرمنو لاس نیوی: پر ۲۰۰ بېوزله مېرمنو څاروي ووېشل شول

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۱ - ۱۵:۴۲
لغمان کې د بېوزله مېرمنو لاس نیوی: پر ۲۰۰ بېوزله مېرمنو څاروي ووېشل شول

د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د خوړو نړیوال پروګرام «WFP» په مالي او د افغانستان راتلونکې نسلونو «FGA» په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت پر ۲۰۰ کونډو او بېوزله ښځو ۴۰۰ وزې او د څارویو خوراکي توکي وېشلي دي.
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی محمدولي محسن وویل، چې ددې ولایت پر ۲۰۰ بېوزله او کنډو مېرمنو پر هرې مېرمنې دوه وزې او ترڅنګ یې ۵۰ کیلو ګرامه د څارویو خوراکي توکي وېشل شوي دي، چې ټولیز لګښت یې ۱۰ میلیونه او ۹۲۰ زره افغانۍ ده.
ښاغلی محسن وویل، چې د لغمان دکرنې ریاست هلې ځلې کوي، چې د همکارو مؤسسو په مرسته داسې نورې مرستې راجلب کړي او د لغمان ولایت بېوزله او اړمنو وګړو ته ورسوي.
ددې مرستې موخه د مالدارۍ سکټور پراختیا او په ټوله کې د بېوزله مېرمنو اقتصادي پیاوړتیا ده.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۴۹
Background image

معین مالی و اداری وزارت زراعت از ریاست زراعت ولایت میدان وردک بازدید کرد

۱۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی نورالدین عمیر معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در جریان سفر رسمی خود به ولایت میدان وردک از ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت بازدید و با. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۹
Background image

اشتراک مسئولان وزارت زراعت در سمپوزیم توسعه نیروی کار وترنری افغانستان

۱۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
مسئولان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در سمپوزیم توسعه نیروی کار وترنری افغانستان که تحت عنوان «از آموزش تا ارائه خدمات باکیفیت وترنری» در هوتل کابل استار برگزار شده. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۱:۵۲
Background image

ایجاد ۳۵ قطعه نمایشی لوبیا و ماش برای ترویج کشت حبوبات در ولایت تخار

۱۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت تخار، به‌منظور حمایت از دهقانان، ترویج کشت حبوبات و افزایش تولید در واحد سطح، ۳۵ قطعه نمایشی شامل ۲۰ قطعه لوبیا و ۱۵ قطعه ماش را. . .

بازگشت به خبرها