د لوګر ولایت په خوښۍ ولسوالی کې بڼوالو ته د ښاخه بُری روزنه پیل شو
دلوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د خوښۍ ولسوالۍ د کرنیزو چارو مدیریت کارکوونکو له لورې د یادې ولسوالی بڼوالو ته دونو د ښاخه بُری عملي روزنه پیل کړې ده.
د خوښۍ ولسوالی د کرنې مدیریت مسؤولینو په وینا په یاده روزنه کې بڼوالو ته د ښاخه بُری د ارزښت اړوند لازمې لارښوونې کېږي، چې لاهم دوام لري،او موخه یې بڼ څخه ډېر حاصلات لاسته راوړل او د بڼوالۍ مسلک ته لا وده ورکول دي.
