د پکتیکا دکرنې ریاست: یحی خېل کې د کرنیزو درمل او کیمیاوي سرو پلورونکو څارنه و شوه

user-admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۹ - ۱۰:۱
د پکتیکا دکرنې ریاست: یحی خېل کې د کرنیزو درمل او کیمیاوي سرو  پلورونکو څارنه و شوه


د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د یحی خېل ولسوالی کې د کرنیزو او کیمیاوي سرو پلورونکو څارنه او کنټرول په موخه پلاوی ټاکل شوې وه، چې د یاد پلاوي له خوا ددې ولسوالی د کرنیزو درمل پلورونکو کیمیاوي سرو پلورونکو هټیو څخه څارنه او کنټرول تر سره شوه.
د پکتیکا دکرنې ریاست د مالدارۍ خدمتونو روغتیا چارواکو د یحی خېل ولسوالی د کرنیزو درمل پلورونکو کیمیاوي سرو پلورونکو مالکینو ته لازمې سپارښتنې وکړې او زیاته یې کړه چې مالدارانو ته د ښه خدماتو عرضه کولو برخه کې باید د درملو کیفیت ته پوره پاملرنه وشي او بې کیفیته درمل باید استعمال نشي. 
ددې څارنې او کنټرول موخه د بې کیفیته او تاریخ تېرو درملو د پلور مخنیوي، په خپل سر د هټیو پرانیستل، او د غیر قانوني درملو د واردولو مخنیوی دی.
د پکتیکا دکرنې ریاست هلې ځلې کوي، چې د غوره چوپړتیاوو په وړاندې کولو سره په دې ولایت کې د کرنې او مالدارۍ پراختیا ته زمینه برابره کړي.

خبرهای تازه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۴۰
Background image

پیش‌بینی بیش از ۱۱ هزار تُن حاصلات شفتالو در ننگرهار در سال جاری

۱۳ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ ذی‌القعده ۱۴۴۷ هـ.ق
بر اساس معلومات ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار، پیش‌بینی می‌شود که حاصلات شفتالو در سال جاری در این ولایت به بیش از ۱۱ هزار متریک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۲۲
Background image

توزیع ۹ قلم مواد غذایی تازه برای خانواده‌های نیازمند در جوزجان

۱۳ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت جوزجان با همکاری موسسه دبلیو اچ اچ، ۹ قلم مواد غذایی تازه را برای ۳۰۰ خانواده نیازمند در ولسوالی‌های درزاب و قوش‌تپه توزیع کرد.
مسئو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۵
Background image

توزیع تخم و وسایل زراعتی برای ایجاد باغچه‌های خانگی در زرنج

۱۳ ثور ۱۴۰۵  هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری  با همکاری مؤسسه سازمان کمک‌های بشری (OHA)، برای ۷۵ تن از خانم‌های زراعت‌پیشه به‌منظور ایجاد باغچه‌های خانگی، تخم‌های سبزیجات و وسایل. . .

بازگشت به خبرها