ننګرهار کې یوشمېر مالدارو مېرمنو سره مرستې وشوې
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) په همکارۍ ددې ولایت د بټي کوټ ولسوالی په انبار خاني کلي کې ۳۷ تنه بې وزله او کونډو مالدارو مېرمنو سره نغدې مرستې وکړې.
د چارواکو په خبره ددې مرستې په ترڅ کې هر یو مالدار ته 26400 افغانۍ ورکړل شوي دي.
ددې مرستې موخه په دې ولسوالی کې د مالدارۍ سکټور پراختیا او د بېوزله مالدارو مېرمنو ملاتړ دی.
