د کرنې وزارت مالي او حسابي رییس او ورسره مل پلاوی د روزګان دکرنې رییس سره وکتل 

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۵ - ۱۲:۷
د کرنې وزارت مالي او حسابي رییس او ورسره مل پلاوی د روزګان دکرنې رییس سره وکتل 

۲۵ سلواغه ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او حسابي چارو رییس مولوي ضیاء الدین واقف، او ورسره مل پلاوی  روزګان ولایت ته د خپل سفر پر مهال د روزګان د کرنې رییس مولوي عبدالمنان فاروقي سره په داسې حال کې ناسته وکړه، چې ددې ادارې یوشمېر نورو چارواکو او کارکوونکو هم حضور درلود.
د کرنې وزارت  د مالي او حسابي چارو رییس په روزګان کې د عایداتي سرچینو، د نوو سرچینو تشخیص او د اسیب پذیره عایداتي سرچینو ل په موخه د روزګاند کرنې ریاست مسؤلینو ته یو لړ سپارښتتې وکړې.
ښاغلي واقف همدارنګه وویل، چې د روزګان ولایت د کرنې ریاست د مالي او حسابي اسنادو او سوابقو په کتو سره یو شمیر مستاجرین باقیات لري چې ژر تر ژره باید یاد کسان خپل پاتې حسابونه ددې ادارې د وارداتو حساب ته تحویل کړي، هغه همدارنګه د مخابراتي شرکتونو، د دولتي ځمکو اجاره لرونکو او نورو هغو اشخاصو یادونه وکړه، چې ددې ریاست پوروړي دي او د قرارداد او اجاره خطونو مطابق یې خپل حسابونه نه دي تصفیه کړي د مالي کال له پای ته رسېدو څخه وړاندې باید خپل ټول باقیات د افغانستان بانک له لارې تحویل کړي . 
د روزګان ولایت دکرنې رییس مولوي عبدالمنان فاروقي راغلي پلاوي ته ډاډ ورکړ چې په دې برخه کې به لازم او بېړني اقدامات ترسره کوي، هغه همدارنګه د یو شمېر وړاندیزونو او غوښتنو یادونه وکړه او د چارو د بهبود او تقوې په موخه یې د کرنې وزارت مقام سره په کتبي ډول شریک کړل.

خبرهای تازه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۴۰
Background image

پیش‌بینی بیش از ۱۱ هزار تُن حاصلات شفتالو در ننگرهار در سال جاری

۱۳ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ ذی‌القعده ۱۴۴۷ هـ.ق
بر اساس معلومات ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار، پیش‌بینی می‌شود که حاصلات شفتالو در سال جاری در این ولایت به بیش از ۱۱ هزار متریک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۲۲
Background image

توزیع ۹ قلم مواد غذایی تازه برای خانواده‌های نیازمند در جوزجان

۱۳ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت جوزجان با همکاری موسسه دبلیو اچ اچ، ۹ قلم مواد غذایی تازه را برای ۳۰۰ خانواده نیازمند در ولسوالی‌های درزاب و قوش‌تپه توزیع کرد.
مسئو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۵
Background image

توزیع تخم و وسایل زراعتی برای ایجاد باغچه‌های خانگی در زرنج

۱۳ ثور ۱۴۰۵  هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری  با همکاری مؤسسه سازمان کمک‌های بشری (OHA)، برای ۷۵ تن از خانم‌های زراعت‌پیشه به‌منظور ایجاد باغچه‌های خانگی، تخم‌های سبزیجات و وسایل. . .

بازگشت به خبرها