ننګرهار کې د کوز سلطانپور د کانال د بیارغونې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۵ - ۱۱:۵۶
ننګرهار کې د کوز سلطانپور د کانال د بیارغونې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۵ سلواغه ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام (UNDP/NIL) د آبادۍ پروژې په مالي او د « روډ آف پیس » مؤسسې په تخنیکي همکارۍ  د دې ولایت  د سرخرود ولسوالی کې د سلطان پور د اوبولګولو کانال د بیارغونې چارې د څه باندې دوه نیم میلیونه افغانیو په لګښت بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې، د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ  ریاست استازي، د یادې ولسوالی چارواکو او د سیمې مشران او یوشمېر اوسیدونکو ګډون درلود.
 د چارواکو په خبره دغه کانال ۳۸۰ متره اوږدوالی لري، چې په اساسي ډول رغول شوی دی. دغه راز ددې پروژې په جریان کې ۹۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه، چې په بشپړېدو سره یې ۳۰۰ جریبه ځمکه خړوبېږي.
ددې پروژې د پلي کولو موخه د اوبو د ضایعاتو مخنیوی، خلکو ته د کار زمینه برابرول او په ټوله کې د اوبو مدیریت او بزګرانو ته اسانتیاوې برابرول دي.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۱:۵
Background image

برگزاری جلسه سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت پروان

۱۳ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
جلسه سکتور زراعت و انکشاف دهات  ولایت پروان مولوی روح الله روحانی رییس زراعت، آبیاری و مالداری و با حضور مسئولان سکتوری، نمایندگان ادارات دولتی و مؤسسات همکار برگزار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۰:۴۶
Background image

در ولایت ننگرهار بر ده‌ها خانواده گوساله توزیع شد

۱۳ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ رمضان‌المبارک ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار با همکاری مؤسسه داکار، برای ۲۰۰ خانواده نیازمند در ولسوالی‌های هسکه‌مینه، کوت و رودات گوساله‌های. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۰:۴۳
Background image

در دو ولسوالی ولایت ننگرهار برای ۸۰ تن از دهقانان باغ‌ها ایجاد شد

۱۳ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ رمضان‌المبارک ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار با همکاری مؤسسه خیریه داکار، برای ۸۰ تن از دهقانان در ولسوالی‌های رودات و کوت باغ‌ها احداث کرده. . .

بازگشت به خبرها