لوګر کې یوشمېر بزګران وروزل شول
۲۵ سلواغه ۱۴۰۱ه.ش
۲۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۴ ه.ق
د لوګر ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د محمدآغې ولسوالۍ د کرنیزو چارو مدیریت له لورې په دغې ولسوالۍ کې د «HRDA» مؤسسې په مالې ملاتړ ددې ولسوالۍ برګ حوزی اړوند ۶۵ تنه بزګران د سبو کرکیلې په برخه کې روزلي دي.
د محمدآغې ولسوالۍ د ترویج مدیریت مسؤولینو په وینا چې یادو بزګرانو ته د سبو کرکیلې د مدیریت،اوبو لګونې، بوټو ساتنې او د ښه کیفیت محصول لاسته راوړلو اړوند تخنیکي معلومات ورکړل شوي دي.
ددې پروګرام موخه په لوګر ولایت کې د بزګرانو وړتیاوې لوړول او د سبو د حاصلاتو زیاتوالی دی.
