د ننګرهار په څلورو ولسوالیو کې نږدې ۱۲ زره جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۲ - ۱۱:۲۰
د ننګرهار په څلورو ولسوالیو کې نږدې ۱۲ زره جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

۲۲ سلواغه ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۰ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۴ ه‍.ق
ننګرهار کې د امارتي ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي، چې په کې د ننګرهار د عدلیې رییس، د څارنوالی رییس ، حج اوقافو رییس، کار او ټولنیزو چارو رییس، ښارجوړونې رییس، د ښاروالۍ مرستیال، د ننګرهار مستوفي، د امنیه قومندانۍ مرستیال، د کدستر امر، د قضایای امارت امر د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریس مولوی عبدالستار محمد په مشرۍ د ننګرهار کوټ، بټي کوټ، غني خېل او سپین غر ولسوالیو ته د سفر په ترڅ کې د یادو ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې ۱۱ زره او ۹۷۸ جریبه جریبه اماراتي ځمکه تثبیت کړه. 
‏‎مولوی عبدالستار محمد وویل، چې 4072 جریبه ځمکه د کوټ او بتې کوټ ولسوالیو تر منځ او 7906 جریبه ځمکه د غني خېلو او سپین غر ولسوالیو تر منځ چې د ځایي خلکو لخوا غصب شوي وه او په ځینو سیمو کې د متصرفینو لخوا په کې غیر شرعي تصرفات شوې وه، چې د تخنیکې پلاوي د بررسۍ او څیړنې په پایله کې د کدستري نقشو په کتنه امارتې تثبیت شوه. 
‏‎تخنیکې پلاوي رییس د یادو ولسوالیو پر ځایي اوسیدونکو غږ وکړ چې په امارتي غصب شوو ځمکو باندې د تصروفاتو څخه ډډه وکړي، او تر څنګ یي د یادو ولسوالیو امنیه قومندانۍ مسولینو ته سپارښتنه وشوه، چې په یادو سیمو کې د اشخاصو غیر قانوني تصرفاتو مخه ونیسي، او هیچاته اجازه ورنکړي چې په غصب شوو سلطاني ځمکو کې کار او عمرانات وکړې، همداراز  ولسونو ته یادونه وشوه که چیرې د یادو ځمکو اړوند هر نوع اسناد ولرې تخنیکې پلاوی ته یې د وروستیو اجرااتو په موخه وړاندې کړی .
باید وویل شي، چې د ځمکو د غصب د مخنيوي کميټې تر دې دمه په ننګرهار ولایت کې د ډېرو امارتي ځمکو د غصب مخنيوی کړی او د ټول ولايت په کچه د ځمکو د‌ غصب د مخنيوي او د‌ غصب شويو ځمکو د‌ بېرته ګرځولو په موخه يې د عملياتي پلان تطبيق جريان لري.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

اشتراک معین زراعت و مالداری در افتتاح و بهره‌برداری سردخانه نور هیواد در کابل

۲۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در مراسم افتتاح و بهره‌برداری سردخانه نور هیواد در منطقه خوشحال‌خان شهر کابل اشتراک کرد.
در. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۲
Background image

توزیع ماشین‌های پشم‌ریسی برای ۴۵۰ زن در ولایت غزنی

۲۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت غزنی به همکاری کمیته هالند برای ۴۵۰ تن از زنان در مرکز این ولایت و ولسوالی قره‌باغ ماشین‌های پشم‌ریسی توزیع کرد.
این برنامه به. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۱
Background image

توزیع تخم‌های اصلاح‌شده و کود کیمیاوی به‌منظور ایجاد کشتزارهای نمایشی در ولایت غزنی

۲۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت غزنی به‌منظور افزایش حاصلات زراعتی، ترویج استفاده از تخم‌های اصلاح‌شده و گسترش روش‌های معیاری زراعت، برای ۱۸ دهقان در مرکز این. . .

BACK TO NEWS