د لوګر ولایت مرکز پل علم اړوند د هوني سفلا سیمې بررسي پیل شوه
۱۸ سلواغه ۱۴۰۱ه.ش
۱۶ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۴ ه.ق
د لوګر ولایت د غصب مخنیوی او د غصب شویوځمکو د بېرته ترلاسه کولو تخنیکي پلاوي چارواکو د هوني سفلا سیمي بررسي پیل کړه.
په دې بررسي کې د لوګر ولایت د غصب مخنیوی او د غصب شویوځمکو د بېرته ترلاسه کولو تخنیکي پلاوي رییس مولوی سید امین هاشمي او د پلاوي غړي ګډون کړي وو.
ددغې بررسی له مخې به ټولې هغه ودانۍ چې په دغه ځمکه رغول شوي دي، بررسي کېږي.
باید وویل شي، چې په دغه سیمه کې نږدې ۲۳۰۰ جریبه ځمکه ده، چې ۷۰۰ جریبه یې پلاني سیمې او پاتې ۱۱۰۰ جریبه یی غیر پلاني یا غصب شوی ځمکه ده.
