ننګرهار کې د نږدې ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبولګولو دوه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۵ - ۱۲:۵
ننګرهار کې د نږدې ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبولګولو دوه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

۱۵ سلواغه ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام (UNDP) د آبادۍ پروژې په مالي او د «DRC» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ  د دې ولایت د مهمندرې او غني خېل ولسوالیو کې د کروندي د اوبخور په موخه د اوبولګولو د دوو پروژو د رغولو چارې بشپړ او د جلا جلا غونډو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې، د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد، د یادو ولسوالیو سیمه ییزو چارواکو، د «DRC» مؤسسې چارواکو، قومي مشرانو او د سیمې یوشمېر اوسیدونکو ګډون درلود.
 د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد وویل، چې د مهمندرې او غني خېل ولسوالیو کې د ۱۰.۷ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبولګولو د دوو پروژو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
مولوی عبدالستار محمد وویل، چې په دغو پروژو کې د مهمندرې ولسوالی د لنډۍ کلی کې ۵۰۰ متره کانال په اساسي ډول رغول شوی او ۵۰۰ متره ویالې پاک کاري شوي دي او دغه راز د کانال په اوږدو کې درې پلچکونه هم رغول شوي دي، چې ټولیز لګښت یې ۵.۴ میلیونه افغانۍ ده او ۱۳۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبوي.
ښاغلي محمد دغه راز وویل، چې دغني خېلو ولسوالی اړوند د راغه کلی کې د ۵.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ۴۰۵ متره په اوږدوالی استنادي دېوال جوړ شوی، چې ۸۰۰ کورونه او ډېر شمېر کرنیزې ځمکې د سېلابونو له ګواښ څخه خوندي کوي.
د ننګرهار دکرنې رییس قومي مشرانو ته سپارښتنه هم وکړه، او زیاته یي کړه چې د رغول شوو پروژو څخه باید په سمه توګه ساتنه او مراقبت وکړي.
محمد ډاډ هم ورکړ چې د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مشرتابه هڅه کوي تر څو د همکارو برنامو او موسساتو پر مټ بزګرانو او مالدارانو سره ښي مرستې ترسره کړي، او د بشري مرستو تر څنګ پرمختیايي پروژی هم پلي کړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۲۶
Background image

ایجاد کشتزارهای نمایشی گندم به‌منظور افزایش حاصلات گندم در خوست

۲۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت خوست در چارچوب بودجه انکشافی امارت اسلامی افغانستان و تحت نظارت ریاست غله‌جات وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، کشتزارهای نمایشی گندم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

برداشت ۵.۱۵ میلیون متریک تُن گندم در کشور؛ افزایش ۱۳.۴ درصدی نسبت به سال گذشته

۲۸ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
براساس آمار ریاست احصائیه زراعتی و تنظیم معلومات وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در سال جاری ۵.۱۵ میلیون متریک تُن گندم در سطح کشور برداشت شده است که در مقایسه با سال. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۳۵
Background image

آغاز روند توزیع تخم اصلاح‌شده بذری گندم و کود کیمیاوی برای دهقانان در بدخشان

۲۸ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
روند توزیع تخم اصلاح‌شده بذری گندم و کود کیمیاوی برای دهقانان ولایت بدخشان آغاز گردید. قرار است در چارچوب این برنامه ۶ هزار و ۴۵۰ دهقان در ولسوالی‌های مختلف این ولایت. . .

BACK TO NEWS