د پکتیکا دکرنې ریاست:  اومنې ولسوالی کې پنځه زره او ۵۷۲ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۵ - ۹:۳۵
د پکتیکا دکرنې ریاست:  اومنې ولسوالی کې پنځه زره او ۵۷۲ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

د افغانستان اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د دولتي ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو لپاره ولایتي کمېټې رامنځ ته او په کار يې پیل وکړ، دا کمېټې د امنیتي او قضایي ارګانونو په ګډون لس غړې لري، چې مشري یې د ولایتونو دکرنې ریاست پر غاړه لري او دنده یې د ولایت په کچه د دولتي ځمکو څخه د غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځول او په دې برخه کې د خلکو عامه پوهاوی دی.
په همدې موخه د پکتیکا ولایت لپاره د دې کمېټې مشرتابه او غړي وايي، چې د دولتي ځمکو د تثبیت پروسه یې په مرکز او ولسوالیو کې پيل کړې چې تراوسه یې زرګونه جریبه امارتي ځمکه تثبیت او له غصب څخه خلاصه کړې ده.
د پکتیکا دکرنې رییس چې د غصب څخه د مخنیوي کمېټې مشري پر غاړه لري وویل، د دوی د کمېټې د کار له پیله را وروسته د پکتیکا مرکز په ګډون په یو شمېر ولسوالیو کې تر دا مهاله زرګونه جریبه ځمکه امارتي تثبیت او له غصب څخه ژغورلي دي.
د ده په وینا تیره ورځ هم د دې کمېټې مشرتابه او غړو د پکتیکا د اومنې ولسوالی اړوند دپارک سیمه کې پنځه زره او ۵۷۲.۵ جریبه ځمکه امارتي ځمکه تثبیت او له غصب څخه وژغورل؛د ده په وینا خلک باید د دولتي ځمکو له غصب څخه ډډه وکړي ترڅو په راتلوونکې کې له ستونزو څخه خلاص وي.
د پکتیکا دکرنې رییس زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي ام.ارت  د ا.م.ارتي ځمکو د ساتنې په برخه کې ډېر جدي دی او هیچاته به اجازه ور نکړي چې له خبردارۍ سره سره بیا هم دولتي ځمکې غصب کړي.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۶:۱
Background image

کمپاین واکسیناسیون مواشی علیه بیماری‌های PPR و بروسلوز در سمنگان آغاز شد

۱۴ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون مواشی علیه بیماری‌های PPR و بروسلوز از سوی آمریت مالداری و صحت حیوانی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت سمنگان در سطح این ولایت آغاز شد.
داکتر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۵۹
Background image

جلسه سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت پروان برگزار شد

۱۴ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت پروان، در تالار ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت برگزار شد.
این نشست با تلاوت قرآن کریم آغاز و توسط مولوی خان‌محمد حقمل،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۵۶
Background image

معین مالی و اداری وزارت زراعت از ریاست زراعت ولایت قندهار بازدید کرد

۱۴ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی نورالدین عمیر، معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در جریان سفر رسمی خود به ولایت قندهار، از ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت بازدید کرده و با. . .

بازگشت به خبرها