خوست کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د تخنیکي هڅې

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۸ - ۱۰:۹
خوست کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د تخنیکي هڅې


خوست کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د تخنیکي پلاوي غونډه جوړه  او پر بېلابېلو موضوعاتو هر اړخیزې خبرې وشوې.
د غونډې په پیل کې د تيرې ورځې په ځينو مهمو موضوعاتو باندې مفصلې خبرې وشوې.
د تخنیکي پلاوی یو ګروپ د خوست ښار په غربي سیمه کې د تفصيلي پلان له مخې هغه غصب شوي شنې سیمې چې د خلکو لخوا غصب شوي دي په سور رنګ سره نښه شوه او غاصبين يې راتلونکي غونډې ته د اسنادو سره يو ځاى را وغوښتل شول.
دغه راز د تخنیکي پلاوی بل ګروپ د د خوست مرکز اړوند متون قومي مشرانو سره د هغه سیمې د اسنادو په اړه خبرې وکړې چې د متون خلکو او ملي اردو تاسيساتو امريت تر منځ پرې دعوى موجود ده، په همدې ترتيب تخنيکي پلاوی د خلبسات قومي مشرانو سره د هغه ستونزې په مورد چې د خلبسات او باک نار کلي خلکو تر منځ د دارالمعلمين جوړولو پر سر  رامنځ ته شوي ده بحٿ وکړ او دوى ته ډاډ ورکړل شو چې ذکرشوي ستونزې ته به مناسبه شرعي حل لار پيداکړي.
دغه راز په دې غونډه کې اړوندو چارواکو د چارو د لا ښه پرمختګ په پار خپل نظرونه وړاندې کړل.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۲
Background image

توزیع ماشین‌های پشم‌ریسی برای ۴۵۰ زن در ولایت غزنی

۲۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت غزنی به همکاری کمیته هالند برای ۴۵۰ تن از زنان در مرکز این ولایت و ولسوالی قره‌باغ ماشین‌های پشم‌ریسی توزیع کرد.
این برنامه به. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۱
Background image

توزیع تخم‌های اصلاح‌شده و کود کیمیاوی به‌منظور ایجاد کشتزارهای نمایشی در ولایت غزنی

۲۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت غزنی به‌منظور افزایش حاصلات زراعتی، ترویج استفاده از تخم‌های اصلاح‌شده و گسترش روش‌های معیاری زراعت، برای ۱۸ دهقان در مرکز این. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۲۶
Background image

ایجاد کشتزارهای نمایشی گندم به‌منظور افزایش حاصلات گندم در خوست

۲۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت خوست در چارچوب بودجه انکشافی امارت اسلامی افغانستان و تحت نظارت ریاست غله‌جات وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، کشتزارهای نمایشی گندم. . .

BACK TO NEWS