د ننګرهار دکرنې ریاست: سرخرود ولسوالی کې 9181 جریبه امارتي ځمکه تثبیت شوه 

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۲ - ۱۱:۳۰
د ننګرهار دکرنې ریاست: سرخرود ولسوالی کې 9181 جریبه امارتي ځمکه تثبیت شوه 

۱۲ مرغومې ۱۴۰۱ه‍.ش
۹ جُمادیَ الثّاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د امارتي، سلطاني، مرعي او و قفي ځمکو د غصب څخه د تېرته راګرځولو تخنیکې پلاوي، د ننګرهاردکرنې رییس مولوی عبدالستار محمد په  مشری په خپل کارې سفر کې د سرخرود ولسوالی اړوند د فتح آباد او خیرآباد کلیو کې نږدې 9181 جریبه امارتي ځمکه تثبیت کړه.
د ننګرهار دکرنې رییس مولوی عبدالستار محمد وویل، چې د  فتح آباد په کلی کې 6400 جریبه او د خیرآباد په کلی کې 2781 جریبه امارتي ځمکه غصب شوې ده،  چې د غاصبینو لخوا پکې په خپل سر ښارګوټي جوړ او خلکو ته په غیر قانونې توګه د پیسو په مقابل کې وېشل شوي دي.
محمد وویل چې د امیرالمومنین حفظ الله د حکم سره سم به غصب شوي ځمکې د غاصبینو له منګلو خلاصي او عاملین به یې عدلیي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
محمد وویل چې په ننګرهار ولایت کې د امارتي، سلطانې، مرعي او وقفي ځمکو د غصب څخه د بېرته راګرځولو تخنیکې پلاوی به د دې ولایت ټولو ولسوالیو ته سفرونه وکړي او غصب شوي ځمکې به تثبیت او لست به یې د مرکزي تخنیکې کمیسون سره د وروستي تصمیم نیونې په موخه شریک کړي.
باید وویل شي، چې د ننګرهار ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

اشتراک معین زراعت و مالداری در افتتاح و بهره‌برداری سردخانه نور هیواد در کابل

۲۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در مراسم افتتاح و بهره‌برداری سردخانه نور هیواد در منطقه خوشحال‌خان شهر کابل اشتراک کرد.
در. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۲
Background image

توزیع ماشین‌های پشم‌ریسی برای ۴۵۰ زن در ولایت غزنی

۲۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت غزنی به همکاری کمیته هالند برای ۴۵۰ تن از زنان در مرکز این ولایت و ولسوالی قره‌باغ ماشین‌های پشم‌ریسی توزیع کرد.
این برنامه به. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۱
Background image

توزیع تخم‌های اصلاح‌شده و کود کیمیاوی به‌منظور ایجاد کشتزارهای نمایشی در ولایت غزنی

۲۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت غزنی به‌منظور افزایش حاصلات زراعتی، ترویج استفاده از تخم‌های اصلاح‌شده و گسترش روش‌های معیاری زراعت، برای ۱۸ دهقان در مرکز این. . .

BACK TO NEWS