پکتیکا کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرڅولو کمېټې کړنې

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۳ - ۱۸:۵۰
پکتیکا کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرڅولو کمېټې کړنې


۲۳  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۰ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق
دپکتیکا ولایت د امازتي ځمکودغصب مخنیوی اوغصب شویوځمکو داستردادتخنیکي ټیم غړو ددې ولایت برمل ولسوالی ته سفروکړ.
ددې سفر په ترڅ کې، د پکتیکا ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس سربېره دکمیټې غړواومسلکي ټیم هم شتون درلود.
ددې سفر موخه دزلزله ځپلوکورنیو لپاره د ځمکې تثبیت او تصفیه کول و، چې په ترڅ کې یې د اړوندو سیمو له قومي مشرانو سره هم ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د کمیسیون د مشرانو له خوا دغه راز د ځمکي غصب مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو په پار د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظ الله د فرمان او د اسلامي امارت د کابینې پرېکړې په پار هم ټولو مشرانو ته مالومات وړاندې کړل او له دوی څخه وغوښتل، چې د امارتي ځمکې د غصب څخه دې لاس واخلي او غصب شوي ځمکې دې بېرته امارت را وګرځوې او د امارت د قانون او اصولو پر اساس دې ځمکې په اجاره ونیسي.
باید وویل شي، چې پکتیکا کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو امارتي ځمکو د غصب مخنيوی کړی او د ټول ولایت په کچه د ځمکو د‌ غصب د مخنيوي او د‌ غصب شويو ځمکو د‌ بېرته ګرځولو په موخه يې د عملياتي پلان تطبيق جريان لري.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۴:۴
Background image

برگزاری جلسه سکتوری ریاست زراعت و انکشاف دهات ولایت نیمروز

۱۳ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
جلسه سکتوری ریاست زراعت و انکشاف دهات ولایت نیمروز با حضور مولوی نیازمحمد «وهاج» رئیس زراعت، آبیاری و مالداری، نمایندگان ریاست‌های انکشاف دهات و اقتصاد و همچنین مسئولان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۳:۵۹
Background image

برگزاری برنامه آموزشی استفاده مؤثر از حشره‌کش‌ها برای دهقانان در ولایت سمنگان

۱۳ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
کارمندان فنی بخش حفاظت نباتات ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت سمنگان برنامه آموزشی را در قریه‌های شریکیار و دوکوه مرکز ایبک برگزار کردند.
گلاب‌الدین غیاثی مدیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۳:۵۸
Background image

شناسایی مستفیدین احداث باغ‌های نهال مثمر در ولسوالی اشترلی ولایت دایکندی

۱۳ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت دایکندی اعلام کرد که روند سروی و شناسایی ۶۰ خانواده مستحق پروژه احداث باغ‌های نهال مثمر در ولسوالی اشترلی تکمیل گردیده است.
به گفته. . .

بازگشت به خبرها