د پکتیکا ولایت د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد تخنیکي ټیم دویمه غونډه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۳۰ - ۱۵:۱۴
د پکتیکا ولایت د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد تخنیکي ټیم دویمه غونډه

۳۰ لړم ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۶ ربیع‌الثاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
 د پکتیکا ولایت د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد تخنیکي ټیم د چارو د پیل لپاره د لازمو پرېکړو نیولو اړوند دویمه غونډه تر سره کړه.
ياده غونډه چې د پکتیکا ولایت کرنې ریاست کې دائره شوې وه پکې د پکتیکا ولایت دکرنې رییس مولوی محمداسماعیل شکیب د تخنیکي ټیم رییس، او ددې ټیم یوولس کسیزه غړي ګډون درلود.
په پیل کې د پکتیکا کرنې رییس مولوی محمداسماعیل شکیب د پیل وینا وکړه او په هغو ستونزو او مشکلاتو يې رڼا واچوله چې د پکتیکا ولایت د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد تخنیکي ټیم به ورسره د کار په جریان کې مخامخ کېږي.
نوموړي د خپلو خبرو په جریان کې زیاته کړه چې د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد تخنیکي ټیم ته د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه لخوا ډېر دروند مسؤلیت ورسپارل شوی چې د یاد مسؤلیت د ښه پرمخ وړلو لپاره په چارو کې اخلاص او صداقت ته اړتیا ده او یاد تخنیکي ټیم باید په ګډه د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه لخوا ورسپارل شوی مسؤلیت په ښه شان سره ترسره کړي.
دا چې په تېر کې غاصبينو د موقع څخه په استفادې د افغانستان ډېرې دولتي او همدارنګه د خلکو شخصي ځمکې غصب کړي او لا هم هڅه کوي چې غصب شوي املاک په خپل تصرف کې وساتي خو خوشبختانه د افغانستان اسلامي امارت په واکمنېدو سره يادې موضوع ته پام ډېر  شوی او په زرهاوو جريبه ځمکه د غاصبينو له منګولو آزاده شوې او د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد تخنیکي ټیم په رامنځ ته کېدو سره به یاده چاره لا چټکتیا ومومي او هیچا ته به د دولتي املاکو د غصب اجازه ورنکړل شي او همدارنګه هغه دولتي املاک چې پخوا د زورواکانو لخوا غصب شوي د تخنیکي ټيم لخوا به مشخص شي او د غاصبينو له منګولو به آزاد کړل شي.
همدارنګه د تخنکي ټیم رییس د غصب د مخنیوي د پخوانۍ کمېټې چارې وستایلې او زیاته یې کړه چې تر ډېره بريده غصب شوي املاک د غاصبينو له تصرف څخه مسترد شوي دي.
د غونډې په جریان کې د تخنیکي ټیم غړو په نوبتي ډول خپل نظریات شریک کړل او د تخنیکي ټیم د چارو د منظم پرمخ وړلو لپاره ځينې اړين مسایلو اړوند بحث وشو.

خبرهای تازه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

دیدار وزیر زراعت با مقامات کشور ازبکستان 

۲۳ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با عبدالرحمنوف شخرتک والی ولایت اندیجان ازبکستان، اویبک عثمانوف سفیر ازبکستان در کابل و شماری از تاجران آن کشور دیدار و. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۱۳
Background image

توزیع کمک‌های غذایی برای ۳۰۰ خانواده در ولسوالی‌های درزاب و قوش‌تپه ولایت جوزجان

۲۳ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت جوزجان به همکاری مؤسسه «دبلیو اچ اچ» برای ۳۰۰ خانواده در ولسوالی‌های درزاب و قوش‌تپه مواد غذایی تازه توزیع نمود.
بر اساس معلومات. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۹:۲۰
Background image

پیام تسلیت وزارت زراعت، آبیاری و مالداری

پیام تسلیت وزارت زراعت، آبیاری و مالداری
وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ الَّذِينَ إِذَا أَصَابَتْهُم مُّصِيبَةٌ قَالُوا إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ
با نهایت تأسف و تأثر، خبر. . .

بازگشت به خبرها