د ننګرهار لسو ولسوالیو کې د اصلاح شویو غنمو ننداریزې کروندې جوړي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۱/۸/۲۱ - ۱۱:۲۲
د ننګرهار لسو ولسوالیو کې د اصلاح شویو غنمو ننداریزې کروندې جوړي

د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ترکیې هېواد د (IHH) مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت په لسو ولسوالیو «چپرهار، ده بالا، شېرزاد، رودات، حصارک، بټي کوټ، غني خېل، مهمندره، دره نور، کوټ» ۲۰ تنه کروندګرو سره د ننداریز کروندو جوړولو په موخه د غنمو اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوی سرو مرسته وکړه.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې، د ننګرهار دکرنې رییس مولوی عبدالستار محمد  د یادو ولسوالیو د کرنیزو خدمتونو مدیرانو او راغلو بزګرانو ته د ننداریزو کروندو پر اهمیت رڼا واچوله او زیاته يې کړه، چې د ننداریزو کروندو په جوړولو سره کروندګر کولاي شي، چې خپلې تجربې یو له بل سره شریکې کړي.
 هغه زیاته کړه، چې د کتار په بڼه  د اصلاح شوو تخمونو کرکېله کولاي شي، چې د بزګرانو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راولي.
د ننګرهار دکرنې رییس په خبره د کتار په بڼه کرکېله کې د ناروغیو مخنیوی او د هرزه بوټو کنټرول په اسانې سره کېږي.
ددغو ننداریزو کروندو دجوړولو موخه نوي او میکانزه کرکیلې سره د بزګرانو بلدتیا او د دوی د کرنیزو حاصلاتو زیاتولو ته زمینه برابرول دي.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

رئیس جدید ریاست زراعت، آبیاری و مالداری نیمروز معرفی شد

۱۴ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
رئیس جدید ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت نیمروز طی مراسمی با حضور مولوی سیف‌الله محمدی رئیس دفتر مقام ولایت، شماری از رؤسای امارتی و پرسونل این ریاست معرفی شد.
در. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۴۰
Background image

پیش‌بینی بیش از ۱۱ هزار تُن حاصلات شفتالو در ننگرهار در سال جاری

۱۳ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ ذی‌القعده ۱۴۴۷ هـ.ق
بر اساس معلومات ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار، پیش‌بینی می‌شود که حاصلات شفتالو در سال جاری در این ولایت به بیش از ۱۱ هزار متریک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۲۲
Background image

توزیع ۹ قلم مواد غذایی تازه برای خانواده‌های نیازمند در جوزجان

۱۳ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت جوزجان با همکاری موسسه دبلیو اچ اچ، ۹ قلم مواد غذایی تازه را برای ۳۰۰ خانواده نیازمند در ولسوالی‌های درزاب و قوش‌تپه توزیع کرد.
مسئو. . .

بازگشت به خبرها