د ننګرهار لسو ولسوالیو کې د اصلاح شویو غنمو ننداریزې کروندې جوړي
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ترکیې هېواد د (IHH) مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت په لسو ولسوالیو «چپرهار، ده بالا، شېرزاد، رودات، حصارک، بټي کوټ، غني خېل، مهمندره، دره نور، کوټ» ۲۰ تنه کروندګرو سره د ننداریز کروندو جوړولو په موخه د غنمو اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوی سرو مرسته وکړه.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې، د ننګرهار دکرنې رییس مولوی عبدالستار محمد د یادو ولسوالیو د کرنیزو خدمتونو مدیرانو او راغلو بزګرانو ته د ننداریزو کروندو پر اهمیت رڼا واچوله او زیاته يې کړه، چې د ننداریزو کروندو په جوړولو سره کروندګر کولاي شي، چې خپلې تجربې یو له بل سره شریکې کړي.
هغه زیاته کړه، چې د کتار په بڼه د اصلاح شوو تخمونو کرکېله کولاي شي، چې د بزګرانو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راولي.
د ننګرهار دکرنې رییس په خبره د کتار په بڼه کرکېله کې د ناروغیو مخنیوی او د هرزه بوټو کنټرول په اسانې سره کېږي.
ددغو ننداریزو کروندو دجوړولو موخه نوي او میکانزه کرکیلې سره د بزګرانو بلدتیا او د دوی د کرنیزو حاصلاتو زیاتولو ته زمینه برابرول دي.
