کابل کې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوی په پار هڅې

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۱ - ۱۳:۲۱
کابل کې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوی په پار هڅې


۲۱ تله ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۷ ربیع‌الاول ۱۴۴۴ ه‍.ق 
د کابل دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوی په پار یې هلې ځلې ګړندي کړي دي.
دکابل ولایت دکرنې، اوبولګولواومالدارۍ رییس الحاج حافظ شیخ عبیدالله حقاني  په مشرۍ شکردرې ولسوالی ته د اماراتو د ځکو د غصب مخنیوي کمېټه  ته دامارتي غصب شووځمکودتثبیت، سروې اودغصب څخه دخلاصون په موخه سفر وکړ.
په دې سفر کې د کمیټې غړو د یادې ولسوالی له ولسونو او سپین ږیرو سره وکتل او له هغوی یې وغوښتل چې د امارتي ځمکو د غصب په مخنیوي کې له کمیټې سره تل همکاري وکړي ترڅو غصب شوې ځمکې بېرته دولت ته وسپارل شي. 
ددې سفر په ترڅ کې د يادې ولسوالۍ د دانشمند کوه بچه او الغوايي په کليو کې تر څلور زره جريبه زياته ځمکه سروې شوې او د ٤٥ جريبه ځمکې سیمه چې د اوبو څاه په کې کېندل شوې وه هم تخريب او له غصب څخه ازاده شوه.
د ځمکو د غصب د مخنيوي کميټې تر دې دمه په کابل ولایت کې د ډېرو امارتي ځمکو د غصب مخنيوی کړی او د ټول ولايت په کچه د ځمکو د‌ غصب د مخنيوي او د‌ غصب شويو ځمکو د‌ بېرته ګرځولو په موخه يې د عملياتي پلان تطبيق جريان لري.
د دولتي ځمکو له غصب سره د مبارزې کمیټه د ولایت مقام، امنیه قوماندانۍ، د کرنې ریاست، د محکمو او څارنوالۍ، ښاروالۍ او د ښار جوړونې او ځمکو د ریاستونو له استازو څخه جوړه ده، چې مشري یې د کرنې ریاست کوي.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۶:۱
Background image

کمپاین واکسیناسیون مواشی علیه بیماری‌های PPR و بروسلوز در سمنگان آغاز شد

۱۴ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون مواشی علیه بیماری‌های PPR و بروسلوز از سوی آمریت مالداری و صحت حیوانی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت سمنگان در سطح این ولایت آغاز شد.
داکتر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۵۹
Background image

جلسه سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت پروان برگزار شد

۱۴ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت پروان، در تالار ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت برگزار شد.
این نشست با تلاوت قرآن کریم آغاز و توسط مولوی خان‌محمد حقمل،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۵۶
Background image

معین مالی و اداری وزارت زراعت از ریاست زراعت ولایت قندهار بازدید کرد

۱۴ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی نورالدین عمیر، معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در جریان سفر رسمی خود به ولایت قندهار، از ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت بازدید کرده و با. . .

بازگشت به خبرها