لغمان کې پر یوشمېر بزګرانو د ننداریزو قطعو جوړول په پار سره او اصلاح شوي تخمونه ووېشل شول
۲۹ چنګاښ ۱۳۹۸
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا په دې ولایت کې د بزګرانو سیمه ییزو ښوونځیو لپاره د ننداریزو قطعو د جوړولو په پار پر یوشمېر بزګرانو کیمیاوي سرې، اصلاح شوي تخمونه، کرنیز درمل او یوشمېر نور اړین توکي وېشل شوي دي.
د لغمان دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې د بزګرانو د سیمه ییزو ښوونځیو له لارې په دې ولایت کې د سبو او مېوو د افتونو او ناروغیو د مخنیوی په پار تر دې دمه ۱۶۰ بزګران روزل شوي دي او دا لړۍ روانه ده.
د چارواکو په خبر ددې ولایت د بزګرانو اتو سیمه ییزو ښوونځیو لپاره د ننداریزو قطعو د جوړول په پار پر یوشمېر بزګرانو توره سره، یوریا کیمیاوي سره، کرنیز درمل او یوشمېر نور اړین توکي وېشل شوي دي.
ددغو مرستو موخه د بزګرانو ملاتړ او د بزګرانو د سیمه ییزو ښوونځیو له لارې د بزګرانو روزل دي.
